د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل نننۍ پېښه کې ۲۷ کسان وژل شوي دي

د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دشت برچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري د مړینې په پنځه ویشتم تلین وسله حمله وشوه. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ویلي، چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۷ جسدونه او ۲۹ ټپیان وروړل شوي دي، خو ځېنې سرچینې بیا د ټپیانو شمېر ۵۵ تنه ښيي. د پېښې مسئولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی او وسله والو طالبانو پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د پېښې په ځای کې عبدالله عبدالله، مخکینی ولسمشر حامد کرزی، محمد محقق، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او یو شمېر نور سیاسیون موجود وو، چې هغوی ته کوم زیان نه دی رسېدلی. ولسمشر محمد اشرف غني په دې پېښه خواشینې ښودلې ده.