د کورنیو چارو په وزارت کې به مکافات او مجازات پیل شي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خوا د بدخشان ولایت امنیه قوماندان سمونوال اسدالله محمدي ته په دې ولایت کې د ښو فعالیتونو او وسله والو طالبانو د ځپلو له امله د مل پاسوالۍ رتبه ورکړل شوه.

د کورنيو چاروسرپرست وزیر نن سې شنبه د خپلو ویناوو په ترڅ کې وویل، چې اسدالله محمدي په ټول بدخشان کې په ځانګړې توګه په کران منجان، وردوج او جرم ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه وړي او په یادو ولسوالیو کې یې ښه امنیت ساتلی دى.

مسعود اندرابي په کورنيو چارو وزارت کې د مکافاتو او مجازاتو په اصل ټينګار وکړ او ويې ويل، چې اوس به د کورنيو چارو وزارت هر منسوب د ښو خدمتونو له امله ستايل کېږي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ کېږي.