د کورنۍ او بهرنۍ سوداګريو توپير

لیکنه: ګلاب بهار

د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ ترمنځ توپیرونه په لاندې ډول دي:

  1. په پيسو کې توپير: په کورنۍ سوداګرۍ کې له ملي پيسو څخه استفاده کېږي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې برعکس، د هغه هېواد له پيسو څخه استفاده کېږي، له کوم سره چې سوداګري صورت نیسي.
  2. له سوداګریزو چارو ناخبري: په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګر له خپل داخلي مارکېټ څخه پوره معلومات لري او د مارکېټ له حالت څخه خبر وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې سوداګر د مارکېټ معلومات په مشکله پيداکوي او له هغې څخه نه خبرېږي.
  3. سوداګریز خنډونه: په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګریز خنډونه نه وي او که وي ډېر کم وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې زیات سوداګریز خنډونه موجود وي. لکه لوړ مالیات، جوازنامې او داسې نور.
  4. سوداګریز خطرات: په کورنۍ سوداګرۍ کې د توکو او اجناسو لپاره ډېر کم خطر موجود وي، بر عکس په بهرنۍ سوداګرۍ کې خطرات زیات وي.
  5. سرحدات: کورنۍ سوداګري د یو هېواد د سرحد په داخل کې صورت نیسي خو بهرنۍ سوداګري د هېواد د سرحداتو څخه د باندې صورت نیسي.
  6. د ترانسپورټ مصارف: په کورنۍ سوداګرۍ کې د ترانسپورټ مصارف کم وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ترانسپورټ مصارف زیات وي.
  7. تصدیق پاڼه: په کورنۍ سوداګرۍ کې تصدیق پاڼې ته اړتیا نه وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې د تصديق پاڼې شتون اړين وي.
  8. بيمه: په کورنۍ سوداګرۍ کې د بيمې خدماتو څخه ډېره کمه يا بېخي استفاده نه کېږي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې بيمې ته شدیده اړتیا وي.