د کوروناوایرس ناورین او حللارې

لیکنه: ډاکټر انتظاراحمد همدرد

په لاندې علمي او څیړنیزه لیکنه کې مې له وروستیو علمي څیړنو څخه په ګټه اخیستنې ستاسې لاندې پوښتنې ځواب کړي:

۱. ایا کورونا وایرس واکسین لري او د درملنې وړ دي؟

۲. ایا د کورونا وایرس د درملو د پاشلو په وسیله یې مخنیوی کولی شو؟

۳. د کورونا وایرس نښې کومې دي، څنګه یې تشخیص کولی شو او همدارنګه څنګه خپل ځان او کورنۍ ترې وساتو؟

۴. څه باید وکړو چې له دې ناورین څخه ځان وژغورو؟

۵. په کورونا وایروس اخته کس سره څنګه مرسته وکړو وکړو؟

پیژندنه :

کورونا وایرس په ۲۰۱۹ م کال د د ډیسمبر په ۱۲ د چین هیواد د ووهان په سوداګریز ښار کې د ډاکټر لی وینلینګ لخوا وپیژندل شو چې د چین حکومت لخوا نوموړی په دې خاطر زندان ته واچول شو چې دی د کورونا  وایرس په هکله پروپاګند خپروي، له بده مرغه نوموړي په زندان کې خپل ژوند دلاسه ورکړل.

یوازې چین په دې ناورین نه دی اخته بلکې اوسمهال دغه وایرس دنړۍ تر ۷۲ زیاتو هیوادونو ته رسیدلي دي، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ او دغه ناروغۍ یې پنډمیک (هغه ناروغۍ چې ټولې نړۍ ته سرایت کړی وي) وبلل.

د کورونا وایرس د (ان ۲۰۱۹ کورونا وایرس) په نوم یادیږي  دی چې په رسمي ډول د وهان کورونا وایرس په نوم سره پیژندل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه وایرس د (کوید ۱۹) په نوم سره نومولی دی، ځکه چې دا د حیواناتو (اسمانڅکالۍ) په وسیله نه انتقالیږي.

دغه وایرس د وهان کورونا وایرس  په نوم سره یادیږي یا د تنفسي سیستم شدیده ناروغۍ یې هم بللی شو.

د ناروغۍ شالید او ډولونه:

که څه هم د کورونا وایرس ډیر ډولونه پیژندل شوي دي مګر مهم او مشهورې نوعې یې عبارت دي له  سارس، مرس او کوید ۱۹.

په ۲۰۰۲ کال کې د (سارس  کورونا وایرس ۲) ناروغۍ ناورین چې دجوړښت له مخې کورونا وایرس سره ورته والۍ لري د اسمانڅکالۍ او اوښ لخوا انسان ته او بیا له یو انسان څخه بل انسان ته انتقال شوي وو، مګر کورونا وایرس یوه بیولوژیکې اسلحه ده چې  دچین وهان ۴۰۰ نومې لابراتوار کې رامنځته شوي وو، کورونا وایرس لومړنۍ بیولوژیکي اسلحه نه دی تر دې وړاندې نور بیولوژیکي اسلحې هم تولید شوي وو چې مشهور یې عبارت دي له ټولاریمیا، انټراکس …نور.

د ۲۰۲۰ م کال د فیبرورې تر ۱۱ نیټې پورې دکورونا وایرس  ۴۳۱۰۲ پیښې ثبت شوې دي چې له دی جملې څخه ۱۰۱۸ کسان مړه شوي.

حال دا چې د سارس کورونا وایرس ۲ ناروغۍ چې د اسمانڅکالۍ په وسیله انتقالیږي، نوموړي وایرس په  ۲۰۰۴ م کال کې  په چین کې خپور شوي وو او د قربانیانو شمیر یې ۸۰۹۸ کسان وو چې دکورونا وایرس په پرتله ۴ سلنه زیات دی.

مرس وایرس چې د کورونا یوه مشهوره او خطرناکه نوعه ده په ۲۰۱۲ کال په سعودي عربستان کې لیدل شوي وو، وروسته دبۍ ته انتقال شوي چې د لندن کولنډل په لابراتور کې وپیژندل شو او د منځنۍ ختیځ د کورونا وایرس په نوم سره ونومول شو او په زرګونو کسان یې ووژل.

ځینې څیړنې ښیې چې د کورونا وایرس د میږې خوړونکې حیوان او انسان په وسیله انتقالیدای شي!

میکروسکوپي جوړښت او انتقال:

د ا یوه (ار ان ای) یوه سټرینه وایرس دی، چې  د کرون یا تاج  شکل لري.

د غه وایرس د تنفسي سیستم له لارې د انسان سږو ته داخلیږي وروسته له هغه په حجرو کې زیاتوالۍ مومي، ګاونډیو حجرو ته سرایت کوي او میکوس (د انسان په سږو کې لزجي شفافه مایع دی) ځان رسوي.

دغه وایرس کولی شي چې په ډیر سرعت سره له یوکس څخه بل کس ته انتقال شي، کله چې اخته کس وپرنجیږي یا وټوخیږي او سالم کس له سترګو، پوزې او خولې سره په تماس کې شي نو هغه ته هم انتقالیږي.

دغه وایرس کولی شي چې د متیازو له لارې هم انتقال شي، په همدې خاطر باید ناروغ قرنطین شي.

په اوسط ډول وایرس په ۵ ورځو کې انتقال کوي مګر بیا هم د انتقال اوناروغۍ د نښې ښکاره کیدل له یو او بل کس سره توپیر کوي.

که ناروغ کس تر درملنې لاندې ونه نیول شي نو په یو وخت کې ډیرو کسانو ته انتقال کولی شي.

د ناروغۍ نښې:

ځینې خلک په هیڅ ډول کومې نښې نه ښکاره کوي او ځینې بیا د وایرس نښې لیدل کیږي چې نښې یې عبارت دي له:

تبه او د بدن ستړیا احساس

وچ ټوخې

ساه بندي

سکاروی یا سینه بغل (نیمونیا)

دغه نښې کولی شي چې د سږې حجرې په پوره مانا زیانمنې کړي او په سږو کې د مایعاتو د ټولیدو اوان د ناروغ د شوک تر حالته د رسیدو سبب وګرځي، چې په دې صورت کې د ناروغ  بدن زیات اکسیجن ته اړمن وي مګر دا په ټولیز ډول په هغو کسانو کې ډیر لیدل کیږي چې عمرونه یې تر۶۰ کلنۍ پورته وي، سګریت او شراب څښونکي، هغه کسان چې وړاندې تر دی یې مزمنې ناروغۍ درلودې یا هم لري لکه د وینې لوړ فشار، شکر، توبرکلوز او نور.

تشخیص:

د ار ټي – پې سي ار ټست په وسیله یې تشخیص کولی شو!

ایکسری ـ چې ګرونډ اوپاسټې یې غوره نښه ده یعنې داسې ښکاره کیږي چې یوه ونه په یوه مات شوي ښیښه کې دننه شوي وي. دا تکنیک تر ټولو ارزانه، اسانه لاره ده مګر غوره تشخیص د سینې د سیټې سکن په وسیله ترسره کیږي ان که د سینې ایکسری منفي هم وي باید سیټي سکن وکړئ.

درملنه او د حل لارې چارې:

باید ناروغان قرنطین شي تر څو نورو سالمو کسانو ته سرایت ونه کړي.

دغه وایرس چې د ناروغ کس په لاړو کې د څاڅکې د مالیکولونو په بڼه موجود وي کله چې هغه پرنجیږي یا ټوخیږي،  کولی شي چې ۳ فوټه یا ۱ متر پورې بل کس ته انتقال شي، پس له ناروغ سره خپل واټن وساتئ.

د کورونا وایرس کولی شي چې ان د یوې ورځې لپاره د اجسامو پرمخ پاتې شي.

هغو سیمو ته سفر مه کوئ چې پر دغه وایرس خلک اخته شوي دي.

له ګڼه ګوڼې ځان وساتئ، کم څه کم د دوه اونیو لپاره په کور کې دننه پاتې شئ.

له ناروغ کسانو څخه ۲ متره یا ۶ فوټه لیرې واوسئ.

اړتیا نشته چې طبي ماسکونه وکاروئ ځکه ګټه یې ډیره کمه ثابته شوي.

غوره لاره چاره یې همدا دی چې خپل لاسونه په صابون ومینځئ، که د لاسونو پاک کوونکې خوشبویه مایعاتو او انټي سیبټیک تته لاسرسۍ لرئ کارول یې ګټور دی.

ویټامین سی (مالټه، کینو، لیمو) سبزیجات او نورې میوې وکاروئ او سپورټ وکړئ.

همدارنګه خپله پوزه، سترګې او خوله مه لمس کوئ، ځکه دغه برخې د (ټې زون) یا دوایرس د داخلیدو برخه ګڼل کیږي، وخت په وخت ورته پزې ته ګرمه اوبه واچوئ.

دا چې دا وایرس د اجسامو پرمخ د ډیر وخت لپاره پاتې کیږي نو که ډیزنفیکټانټ ته لاسرسۍ لري شاوخوا شیان مو ډیزینفیکټانټ باندې پاک کړئ.

طبي کارکو,نکې دی باید لاندې خبرې په نظر کې ونیسئ:

د جراحۍ ماسک وکاروئ.

دستکشۍ په لاسو کړئ

د سترګو ساتونکې توکې وکاروئ

کله چې له ناروغ سره ددرملنې په پار مرسته کول غواړي هڅه دې وکړئ چې (ان ۹۵) ماسک وکاروې!

طبي درملنې:

کمکي درملنۍ څخه یې باید پیل کړو:

ناروغ ته مایعات او اکسیجن ورکړئ.

که تنفسې ستونزه ولري نو له هغو الو څخه کار واخلئ چې اکسیجن اخیستنه کې مرسته کوي.

همدارنګه درې درملې د دې ناروغۍ په درملنه کې ګټور ثابت شوي دي.

کلورکین (د ملاریا ضد درمل)

ریټاناویر (د ایډز ناروغۍ ضد درمل)

ریمډیز ویر(انټې وایرس درمل چې مخکې د ایبولا ناروغۍ په درملنه کې کارول کیدل)