د کورونا ویروس له امله د امریکا په پنځو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی

د کورونا ویروس چې ورځ تر بلې په ټوله نړۍ کې په زیاتیدو دی او د نړۍ ټول هېوادونه یې وارخطا کړي؛ تازه یې د خپریدو د مخینوي په خاطر د امریکا حکومت په خپلو پنځو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ۸ اعشاریه ۳ ملیارده ډالرو مصوبه لاسلیک کړه؛ د کرونا ویروس څخه د ساتنې په موخه تازه د یاد هېواد په پنځو ایالتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی. د امریکا حکومت وایي چې ۸ اعشاریه ۳ ملیارده ډالر به له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي او واکسین به پرې جوړ شي. د امریکا د سنا او استازو خونې هم دغه د یاد رقم د ورکړې لایحه تصویب کړې ده. په ورته وخت کې د امریکا د روغتیا وزارت مسولینو رسنیو ته ویلي، چې د دې هېواد په ټولو لابرتوارونو به د کرونا ویروس د معایني یو میلیون وسایل ووېشل شي. په امریکا کې تر دا مهاله د کرونا ویروس له امله شاو خوا ۱۲ تنه مړه شوي چې ۱۱ یې د واشنګټن په ایالت کې دي. د دې سربېره د دې هېواد په ۱۷ ایالتونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي، د امریکا په پنځو ایالتونو، مرېلنډ، کالېفورنیا، فلورېډا، واشنګټن او هاوایي کې د کرونا ویرس له کبله اضطراري حالت اعلان شوی دی. د امریکا حکومت خبر ورکړی چې دغه ویروس سره د مبارزې لپاره ژمن دی او هڅه کوي چې مخه یې ونیسي.