د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوګیاڼی وایي، د دې ولایت کوز کونړ ولسوالۍ ځانمرګي برید له امله ۲۱ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې د ولایتي شورا غړی لالا خان او په ټپیانوکې د ولسي جرګې غړی ملک قیس نورآغا ملکزی هم شامل دي.
د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو قوماندان شيخ اکرم، چې تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوی و، نن نږدې يولس بجې يې د جنازې په مراسمو کې چاودنه رامنځته شوې.