د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې درې ځايونه د ناکامورا په نوم ونومول

دا ځايونه د يادې ولسوالۍ  په جاپاني پارک کې د يوې قومي جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ونومول شول.

د غونډې ګډونوالو د جاپاني ډاکټر ناکامورا کړي خدمتونه وستايل او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د هغه او پنځو ساتوونکو قاتلين دې ژر تر ژره پيدا او د قانون منګلو ته وسپاري.

خو ولايتي چارواکي بيا وايي، چې دا موضوع  وخت او پلټنې ته اړتيا لري.

نور جزیات د سفيراحمد په راپورکې…