د کوهلي او شرما نوې ریکارډونه

لیکنه:  بهار سمسور

۱: ویرات کوهلي لومړی لوبغاړی شو چې په دې کال کې ۲۰۰۰ چټکې منډې اخلي.

۲: ویرات کوهلي د یو لوبډل مشر په توګه په ۹۳ پاڼيو کې ۵۰۰۰ چټکې منډې پوره کړې.

۳: ویرات کوهلي د اې بي ډيولرز ریکارډ مات کړ او دا ریکآرډ يې جوړ که چې په ۱۹۴ پاڼيو کې ۹۰۰۰ منډې پوره کوي چې وړاندې دا کار ډيولرز په ۲۰۵ پاڼيو کې تر سره کړی و.

۴: دا دوهم ځل دی چې ویرات کوهلي په یو کال کې ۲۰۰۰ چټکې منډې اخلي.

۵: روهیت شرما دوهم هغه لوبغاړی شو له ویرات کوهلي وروسته چې په دې کال کې ۱۰۰۰ چټکې منډې اخلي.

۶: روهیت شرما دوهم هغه لوبغاړی شو چې په ۱۶۵ یوه ورځينیو لوبو کې ۱۵۰ شپږیزې تر لاسه کوي.

۷: ویرات کوهلي او روهیت شرما هغه لوبغاړي شول چې زیات وخت تر ۲۰۰ منډو پورې ګډې منډې په دریمه وېکټ اخلي.

۸: روهیت شرما پنځم هندی لوبغاړی شو چې ۱۵۰ شپږیزې وهي.

۹: ویرات کوهلي لومړی هغه کپټان شو چې په خپل کپټان پاڼۍ کې شپږ سلیزې تر لاسه کوي.

۱۰: هندوستان هغه لوبډله شوه چې د ویرات کوهلي تر کپټانۍ لاندې ۷م سریز ګټي.

۱۱: د هندوستان اوپنرانو د لسم ځل لپاره د نیوزلېنډ خلاف تر ۵۰ زیاتې ګډې منډې اخلي.

۱۲: ویرات کوهلي هغه لوبغاړی شو چې په مسلسل ډول په ۲۰۰ یوه ورځينیو لوبو کې لوبیږي.

۱۳: ویرات کوهلي او روهیت شرما دا ریکارډ هم جوړ کړ چې د دولسم ځل لپاره ګډې سل منډې ملګرتیا په دریمه وېکټ کوي.

۱۴: ویرات کوهلي له لوري دا ۱۳ یمه نیمه سلیزه ده چې د کپټان په توګه يې دوهم ځل هم چټکه نیمه سلیزه پوره کړه.

۱۵: ویرات کوهلي په خپل کورني لوبغالي باندې څوارلسمه سلیزه هم پوره کړه چې تر دې وړاندې سچن ټنډولکر دا کار کړی و.

۱۶: ویرات کوهلي د اسټرالیاوي کپټان ریکي پونټينګ هغه ریکارډ مات کړ چې په یو کال کې يې ۱۴۲۴ منډې جوړې کړې دي، چې ویرات کوهلي په یو کال کې ۱۴۶۰منډې جوړې کړې.