د کوټې ښار سرينا هوټل مخې ته چاودنې ۱۴ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې چاودنه تېره شپه د کوټې ښار د سرینا هوټل مخې ته شوې چې له امله يې  څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د راپورونو په اساس ددې چاودنې له امله څلور ملکیان هم ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

راپورونه زياتوي چې په ياد هوټل کې د عمران خان د حکومت مخالف بلاول بوټو هم حضور درلود. هغه په یوه ټوېټ پیغام کې دغه برید غندلی او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی دی چې د ترهګرو له پالنې لاس واخلي. دده په وینا دا چاودنې هغه ترهګر ترسره کوي چې پاکستانی حکومت یې روزي او پالي.