د راپورونو په اساس د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې چاودنې څلور تنه وزلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي. ویل کېږي چاودنه د کوټې ښار لیاقت بازار کې شوې ده.
د کوټې د ملکي روغتون ویاند وسیم بېګ ویلي، دا چاودنه د د پولیسو تانې ته نږدې شوې ده. نوموړی وایي چې په ټپیان کې ښځې او ماشومان هم شته.
تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو په بلوچستان کې فعالې بیلتون پالې وسله والې ډلې وخت نا وخت هلته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.