د کوچنیانو بشپړ خوب، د هغوی پر زده کړو مثبت اثر کوي

ليکوال: روح الله جان

هغه کوچنیان چې پوره خوب وکړي، په ډېر ښه ډول درسونه یادولای شي، مګر هغوی چې پوره خوب ونه کړي، درس په ښه ډول نه شي یادولای. په ورته وخت کې، که کوچنیانو ته تر خوب وړاندې درس وویل شي، نو ښه به یې یاد شي، خو په دې شرط چې خوب یې پوره کړی وي.

د خوب مهالوېش مراعتول له عمر سره هم اړیکه لري.

کوچنیان بايد پر وخت د خوب مهالوېش په پام کي ونیسي.

په همدې اساس کوچنیانو باید تیر ماښام خپل خوب پوره کړي وي، چې نن ښه درس په ياد کړي.

خوب له ښه یادولو او حافظې سره نېغ په نېغه اړیکه لري.

په کوچنیانو کې له زده کړو او ښه یادولو سره د خوب اړیکې لرل ثابتوي او وایي، هغه کوچنیان چې پوره خوب وکړي، نو درس ښه یادولای شي.

داسې ویل کېږي، چي د عمر په لومړنیو کلونو کې کوچنیان څه یادوي، نو ځينې برخې یې د عمر تر پایه ورته په یاد پاته کېږي، ځکه خو باید په منظم ډول د درس یادولو لپاره کوچنیان پوره او منظم خوب وکړي.

که موږ وګورو ځيني خلک خپل کوچنيانو ته درس نه وايي او کوچنيان مایوسه کوي، چي دا کار يې د درس سره مينه کموي، موږ بايد خپل کوچنيانو ته د درس زمينه برابره کړو، ترڅو دوی سم درس ووايي او ترڅنګه یې خوب ته هم وخت ورکړو، چي وکولای سي ښه درس په ياد کړي. مور او پلار بايد خپلو کوچنيانو ته د خوب او درس مهالوېش جوړ کړي، چي په ښه ډول درس ووايي، ترټولو ښه خبره داده، چي موږ بايد د درس ترڅنګه خپل کوچنيان پاک وساتو، ترڅو ښه روغتيا ولري او په ژوند کي بريالي انسان واوسي. زما په نظر موږ بايد خپل کوچنيان په ښه ډول وساتو، چي دی مايوسه نه سي او خپلو درسونو ته دوام ورکړي. ميندي او پلرونه بايد په خپلو کوچنيانو ډير کار ونه کړي، ځکه زيات کار کوچنيان له درس څخه خسته کوي او درس ويلو ته زړه نه ښه کوي. د کوچنيانو زړونه نازک دي او ژرمايوسه کيږي، موږ بايد پر خپلو کوچنيانو لاس پورته نه کړو، ځکه که موږ په کوچنيوالي پر کوچنيانو لاس پورته کړو، نو هغه ته زړه لږيږي، چي په ځوانۍ کي بد اموخته کيږي او خپل عادي حالت له لاسه ورکوي، موږ بايد له ماشومتوب څخه خپل کوچنيان پر ښه او سمه لاره سيخ کړو، ترڅو خپل ژوند په سمه توګه سرته ورسوي او په ټولنه کي بريالي کس واوسيږي.