ژباړه: نصیراحمد نظري
کوچنیان باید د کورنۍ دندې ترسره کولو ته وهڅوي
د خپلو کوچنیانو د زدهکړو په اړه کنجکاو و اوسي
خپلو کوچنیانو سره د زدهکړو په اهمیت خبرې وکړي
د خپل ماشوم زدهکړې د هغه له ژوند یا بېرونۍ نړۍ سره وتړي
په کور کې د زدهکړو فعالیتونو رایج کړي او کوچنیان ورته وهڅوي
په کوچني باندې ډېر فشار وا نه چوي؛ د تفریح لپاره ورته وخت ځانګړی کړي
د ماشوم لپاره له ټولګي څخه بېرون د زدهکړو فرصت برابر کړي (د بېلګې په توګه، موزیم ته یي بوځي)
کوچنیان وهڅوي چې د زدهکړو ترڅنګ په بدني فعالیت (سپورت او لوبو) کې هم برخه واخلي
د خپلو کوچنیانو استادانو ته په خواره سترګه ونه ګوري
د خپلو کوچنیانو هڅې او خوارۍ وستايي
له کوچنیانو سره مرسته وکړي چې د خپلو زدهکړو مسؤلیت واخلي
د خپلو کوچنیانو لپاره د زدهکړو یوه نمونه و اوسیږي
په زدهکړو کې خپلو کوچنیانو ته لارښوونه وکړي، ورسره کمک شي او ویې هڅوي
له کوچنیانو سره مرسته وکړي چې له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي
کوچنیانو ته احترام او درناوی ور زده کړي
د مطالعې پر مهال د کوچنیانو لپاره مزاحمت کم کړي (درس ته د کوچنیانو له بېپامۍ مخنیوي وکړي)
له استادانو او نورو زدهکوونکو سره د اغیزمنو اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي او و یې هڅوي
کوچنیانو ته څرګنده کړي چې تېروتنې یوه معمولي موضوع ده
له استادانو او ښوونځیو سره اغیزمنې اړیکې جوړې کړي
د تعلیمي سیر له طریقه د خپلو ماشومونو په پرمختګ پوه شي او په دې برخه کې ورسره لازمې همکارۍ وکړي.