د کډوالو په تړاو د ولسمشر ټرمپ د نوي فرمان پر خلاف لومړنی شکایت ثبت شو

دا شکایت د هاوايي ایالت په یوه فدرالي محکمه کې ثبت شوی دی.

د هاوايي ایالت لوی څارنوال ویلي، چې د کډوالو په تړاو د ولسمشر ټرمپ نوی فرمان کټ مټ پخواني هغه ته ورته دی.

د ټرمپ دغه فرمان، چې د دریو میاشتو لپاره متحدو ایالتونو ته د شپږ اکثریت مسلمانو هیوادونو د وګړو او د څلورو میاشتو لپاره د ټولو کډوالو پر ورتګ بندیز پکې شامل دی، د مارچ له شپاړسمې عملې کیږي.

محکمه به د ټرمپ د دغه فرمان په اړه د عملي کیدو تر نیټې یوه ورځ وړاندې خپله پریکړه اعلان کړي.