د کیوبا پخوانی ولسمشر فېډل کاسټرو د ۹۰ کلونو په عمر ومړ

د کیوبا دولتي ټلویزیون او ګڼو نورو رسنیو خبر ورکړی، چې د کمونیستي انقلاب مشر او پخوانی ولسمشر مړ شو.

د کاسټرو د مړینې جزیات لا نه دي خپاره شوي. نوموړی ۹۰ کلن وو.

فېډل کاسټرو خپل ورور ته د واک د سپارلو مخکې، د نږدې نیمې پېړۍ لپاره په یوه ګوندیز حکومت د کیوبا مشري وکړه.

د کاسټرو ملاتړي د داسې یوه شخص په توګه د هغه ستاینه کوي، چې کیوبا یې بېرته خلکو ته وګرځوله؛ خو مخالفین یې هغه تورنوي چې سیاسي مخالفین یې په ډېرې بې رحمۍ ځپلي دي.

فېډل کاسټرو د هغه اوښتون قومندان و، چې په ۱۹۵۹ کال یې په کیوبا کې باتیستا رژیم و پرځاوه او د لومړي وزیر څوکۍ واک یې خپل کړ.