ټاکل شوې، په هندوستان هېواد کې د وږې په ۶مه د شپږو اسیايي هېوادونو ترمنځ د کیک بوکسنګ پرمختللې سیالۍ پیل شي، چې له افغانستان څخه په دغه لوبو کې د یوې انجلۍ په ګډون ۵ ملي لوبغاړي ګډون کوي.
له یادو ۵ لوبغاړو څخه یې دوه د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي دي، چې له سفر وړاندې د دغه ولایت له والي ښاغلي حیات الله حیات سره لیده کاته وکړ.
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې امر عین الله حقبین وویل یاد لوبغاړي اجمل سلطاني او مسعود صادقپور نومیږي، چې تردې دمه یې په ملي کچه ګڼ شمېر لاسته راوړنې راوړي دي .
هغه زیاته کړه، یاد لوبغاړي په یادو اسیایي لوبو کې د خپل وزن سیالیو لوبغاړو سره لوبیږي او دوی پوره باور لري، چې ښې لاسته راوړنې به هم ولري.
د میدان وردګو ولایت د خبر پاڼې له مخې چې رسنیو ته یې استولې، د میدان وردګو والي حیات الله حیات د المپیک ملي کمیټې څخه مننه وکړه، چې د دغه ولایت لوبغاړي یې د وړتیاوو له مخې په ملي لوبډله کې نیولي او یادو لوبغاړو ته یې لارښوونه وکړه، چې په ملي احساس سره خپلې ټولې لوبې ترسره کړی.