د ګازو د کمښت له امله په پاکستان کې کارخوني تړل شوي دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د دې هېواد په ستر ښارونه د ګازو له بېسارې کمښت سره مخ دي.

رسنۍ زیاتوي، یاد هېواد شپږ میلیارد متر مکعب ګازو ته اړتیا لري، چې اوس کولی شي یوازې څلور میلیارد متر مکعب ګاز ښاریانو ته عرضه کړي.

په ورته وخت کې د لاهور ایالت چارواکي وایي، دوی نشي کولی هم مهاله ټول ښار ته ګاز ورسوي.

د دوی په وینا د همدې ستونزې د کنټرول لپاره یې ګاز سهمیه بندي کړی دی او یو شمېر سیمې ان تر ۱۲ ساعتونو پورې له ګاز څخه محرومې وي.

ویل کېږي د همدې ستونزې له امله له تېرو دریېو ورځو راهیسي ځینې کارخوني هم تړل شوې دي.