امنیتي ځواکونو د ګرین هاټ هوټل مالک د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ

د جلال اباد ښار کې د ګرین هاټ پیزه هوټل مالک، اجمل اکبري امنيتي ځواکونو د د تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلی کورنۍ ته وسپاره.

نوموړی تېره شپه ماخوستن له درونټې بازار څخه نا معلومو وسله والو تښتولی وو.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي،د تښتوونکو له ډلې یې یو تن د دوه عراده کرولا موټرو،یو میل کلاشینکوف او ځینې نورو توکو سره یوځای نیولی.