د ګوتو اوږدوالی، شخصيت او روغتيا

د خپلې دوهمې ګوتې او څلورمې ګوتې د اوږدوالي له پرتلې د خپل ځان او نورو د ځينو ځانګړنو احتمالي اټکل کولای شئ. په انځور کې د دې ګوتو درې ډولونه ښوول شوي دي.

څېړنې ښيي چې د څلورمې يا د حلقې ګوتې له اوږدوالي د مور د امېدوارۍ پر مهال د تستسترون هورمون د فعاليت پر وړاندې د هغې د غبرګون ډول او کچه اټکل کېدای شي. له تستسترون سره مخامېدنه د ناروغيو پر وړاندې د غبرګون او حساسيت په ډول ژوره اغېزه لري. همدا شان د لنډې دوهمې يا اشارې ګوتې درلودونکي تر ډېره بريدګر او خطر منونکي وي. همدا شان د ګوتو اوږدوالی د ناروغيو پر وړاندې د بدن د تعامل کچه هم تر يوه بريده څرګندولای شي.

hand

A- د يوې سروې له مخې د دې ډول ګوتو لرونکي، کسان کوم چې څلورمه ګوته يې له دوهمې ګوتې اوږده وي؛ د ښکلې څېرې لرونکي دي. دوی د نورو کسانو په راښکنه او ځان ته مایلولو کې جادو ته ورته وړتيا لري. همدا شان دوی له خطرونو نه وېرېږي او تل تعرضي چلند لري. له دوی ډېر يې پوځيان، انجينران او د شطرنج د لوبو ماهرين دي. همدا شان دوی د معماوو او غوڅوونکو جدولونو په حلولو کې بريالي دي. ساینسپوهانو موندلې ده چې هغه کسان چې څلورمه يا د حلقې ګوته يې اوږده وي؛ د لنډې ګوتې تر لرونکو د ډېر عايد تر لاسه کوونکي دي. هغه مېرمنې چې دا ډول ګوتې لري؛ په دندو او مهارتونو کې بريالۍ دي.

B- هغه کسان چې دوهمه ګوته يې تر څلورمې هغې اوږده وي؛ پر ځان غره او ځان ستايونکي دي. دوی ډېر مهال يوازيتوب خوښوي او په خالي وخت کې د بل چا له مزاحمته بد وړي. دوی په ملګرتيا او اړيکه کې لومړی ګام نه اخلي؛ مګر د نورو له لوري پاملرنې مني او ستاينه يې کوي. د سرطاني څېړنو د انستيتيوت د راپور له مخې هغه نارينه چې د اشارې ګوته يې له څلورمې ګوتې اوږده وي؛ د پروستات په سرطان او د زړه په ناروغيو د اخته کېدو وېره يې کمه ده. د يادونې وړ ده چې د دې ډول ګوتو لرونکې مېرمنې بیا د سينې سرطان په ناروغيو تر نورو ډېرې اخته کېدای شي خو د بچي زېږولو وړتيا يې تر نورو مېرمنو ډېره ده. همدا شان دا ډول کسان کله ناکله  له حساسيت، اکزما (د پوستکي ناروغي)، شيزوفينيا (رواني ناروغي) او نزلې ځوريږي.

 

C- کوم کسان چې د دوهمې او څلورمې ګوتې اوږدوالی يې برابر وي او يا لږ توپير ولري؛ سوله غوښتونکي دي او د شخړو پر مهال خپل ځان ډېر ناآرامه محسوسوي. دوی ښه تنظيموونکي دي او غواړي له هر چا سره اوږده ملګرتيا وپالي. همدا شان خپلو مېرمنو/ خاوندانو ته ډېره پاملرنه کوونکي دي. دوی په ملګرتيا کې رښتيني، نرم او د ښې ملګرۍ پالونکي دي.

سرچينه: www.healthylifetricks.com