نږدې د نړۍ هر هېواد اوسېدونکی او د هرې ژبې ویونکی د انټرنيت نړۍ له «ګوګل» کليمې سره بلدتیا لري او اورېدلی یې دی.
د انټرنيټ په نړۍ کې تر ټولو مشهور د لټون ماشین به تاسې هم پېژنئ او د مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره به مو ډېر څه پکې لټولي وي، خو ایا د دې کليمې پر معنا پوهېدا شئ؟
راځئ نن درته د دې کليمې د معنا په اړه بشپړ مالومات درکوو چې د دې اصل یې څه دی او تر شاه یې څه کیسه پرته ده؟ په اصل کې ګوګل-Google ریاضیاتي کليمه ده چې له ګوګول-Googol څخه اخيستل شوې او د یوه کوچيني ماشوم له لورې را منځ ته شوې ده.
مشهور ریاضي پوه ایډورډ کاسنر وايي، له یوه ماشومه یې پوښتنه وکړه که تر ۱ عدد وروسته ۱۰۰ صفرونه کېښوول شي، څه ورته ویل کېږي، په دې حال کې د هغه ماشوم له خولې د «ګوګول» په نوم کليمه اورېدل شوې ده.
د ګوګل-Google کمپنۍ د ګوګول-Googol کليمې په لږ توپیر سره داسې نوم کېښود، ځکه د لټون دا ماشین په بېلابېلو برخو کې په لسګونه ميلیونه مالومات وړاندې کوي.