د نړۍ په کچه نوموتې څېړنیزې مجلې «نېچر» په خپله تازه ګڼه کې د ګوګل کوانټم کمپیوټر په اړه ویلي، دې کمپیوټر یوازې په دريو دقیقو کې د لس زرو کلونو حساب لګولی دی.
یاده دې وي چې د کوانټم په نوم د ګوګل دا کمپیوټر په بازار کې د کارېدونکیو کمپیوټرونو په پر تله نږدې 1,576,800,000 ګېنا پیاوړی دی.
تر دې مهاله داسې کوم کمپیوټر نه دی جوړ شوی چې د دې کمپیوټر په اندازه چټک کمپیوتر جوړ کړي، خو ګوګل توانېدلی چې د نړۍ تر ټولو چټک کمپیوټر جوړ کړي.
تر دې مهاله مالومه نهده چې د نېچر مجلې دا خبره څومره حقیقت لري، خو وخت به مالومه کړي چې د ګوګل له لوري دا کمپوټر څومره پیاوړی دی.