د ګټې تکل، په کم توپیر د ماتې تجربه!

له پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې د لوبې ګټل د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې او د کريکټ افغان مینه‌والو ښایي عمومي هیله وي. څو ځلې په همدې ارادې افغان ملي لوبډلې له مخالفې لوبډلې سره د کريکټ په ډګر بخت ازمایلی، خو ماتې یې منلې، دا ځل نوې خبره پکې دا وه چې افغان لوبډلې تر یوې سختې مقابلې وروسته په کم تفاوت «درې توپونو» لوبه وبایلله.

خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان او پاکستان د کريکټ لوبډلو لوبه ولې دومره باارزښته او دواړو لوبډلو ته سخته شوې ده؟

ځواب یې دا دی چې د دواړو دولتونو رقابتي سیاستونو پر حکومتي اړیکو څه، ان په دواړو ملتونو او کريکټ لوبډلو یې ژور اغېز شېندلی. دا ډول حال د هندۍ او بنګله‌دېشۍ لوبډلو هم در واخلئ.

په نړيوال کريکټ تر ټولو سخته لوبه د «هند او پاکستان» یادېږي چې په دې ورځ د نړۍ وال کريکټ مینه‌وال د نړۍ په هر کونج کې د دې لوبې له لیدلو خوند اخلي، بنګله‌دېش هم یو خنډ دی، خو اوس افغان کريکټ لوبډله هم دې سخت سټېج ته ور روانه ده، یا تقریباً ور رسېدلې ده.

په تېرو دوه کلونو کې دوه شاز و نادر غبرګونونه

افغان کریکټ بورډ او لوبډلې یې د پاکستان له کریکټ بورډه غوښتنه وکړه چې د لوبو لړۍ ورسره وغځوي، خو د پاکستان د کریکټ بورډ ځواب منفي و. دلته عمومي انګېرنه دا وه چې ګوندې حریف مو زموږ کریکټ ته په سپکه سترګه ګوري، تر ځان یې ډېر کوچنی ګڼي، ځان ورته بد ښکاري چې له موږ سره لوبې کوي، بیا د کال په اوږدو کې پاکستاني کریکټ بورډ له افغان کریکټ بورډه وغوښتل چې دې هېواد ته دې لوبډله ور ولېږي او د دواړو لوبډلو یو سیریز به پيل کړو، خو افغان کریکټ بورډ یې ځواب ور رد کړ. دا پرېکړه په ټولیزو رسنیو کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوه او و یې ویل «وړه په وړه، منت دې په څه» پور یې وګڼلو چې ګوندې ورخلاص شو.

دا د هغه وخت خبره وه. ورځ تر بلې د افغان لوبډلې په لوبو کې بدلون راغی، ورځ تر بلې د قوي کېدو په حال کې شوه، زیمبابوۍ، بنګله دیش او ایرلینډ یې په پرلپسې لړیو کې مات کړ، په ښه ایوریج یې لوبې ترې وګټلې، د ویسټینډیز ماتې د پاکستان د لوبډلې غوږونه لا ورخلاص کړل.

پاکستان د کریکټ په ډګر څه راکړي؟

پاکستان د افغانستان د کریکټ په پیل کې مرسته کړې ده، ان ځېنې افغان لوبغاړي یې په لاهور او فیصل اباد کې په اکاډمیو کې را ورزول، د پاکستان په غوښتنه یو شمېر افغان لوبغاړي هلته د پاکستان په تجارتي لوبو کې ولوبېدل، هلته یې د رمضان کپ سیالۍ برابرې کړې؛ خو د وخت او سیاستونو په بدلون، د اړیکو په ترینګلتیا سره د کریکټ اړیکې نسبې پرې کېدونکې او سختې شوې. لا دا فصل په خپله بڼه روان دی. دا هرڅه د سیاستونو جبر دی.

لویه مقصره برخه، یې پاکستان دی.

د پرونۍ لوبې په اړه عمومي انګېزه څه وه؟

د ۲۰۱۸ سیپټمبر اسیا کپ په سیالیو کې د پاکستان ـــ افغان لوبډلو مخامخ کېدل تلوسه زېږونکې زیری وو. ما له ډېرو هېوادوالو واورېدل چې په ټولو لوبډلو دې لوبې وبایلي؛ خو چې له پاکستان یې وګټي. دا هم د تقابلي سیاستونو اغېز دی، زمونږ فکر او ذهن یې د مقابل پر وړاندې دومره متشدد کړی دی، ښایي د هغوی هم دا ډول وي، چې هند او افغانستان یې باید ترې و نه ګټي.

د لوبغاړيو چلندونه، له یو بل سره د لوبې پر وخت څنګه وي؟

وړاندې مې وویل چې سیاستونو او ترینګلو اړیکو د لوبغاړو پر لوبې او یو بل سره تعامل هم ژور اغېز کړی دی، لکه د تېرې شپې لوبه کې د پاکستاني لوبغاړي حسن علي له خوا حشمت الله شاهدي د بال په ویشتلو ګواښ، بیا د اضغر افغان له خوا حسن علي په اوږه ټېل وهل، د راشد ډېره غوسه، که څه هم درې واړه لوبغاړي په دې کار جریمه هم شول او ۱۵٪ به یې اې سي سي له پېسو د جریمې په توګه اخلي. د کریکټ لوبه احساساتي لوبه ده، ښآیي د ګڼو لوبدلو لوبغاړي سره د لوبې پر وخت پر یوبل سترګې برګې کړي، ان کله ــ کله د هندي او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ پر یو بل د بیټ او بال ګوذارونه، ښکنځلې، منډه ورکول یو بل پسې… دا رنګه د ویسټنډیز یو شمېر لوبغاړي د اسټرالیا… خو هغه لوبډلې چې د دولتونو اړیکې یې ناسمې او سیاستونه یې تقابلي وي؛ کرېکټ یې هم د لوبغاړو ترمنځ ټکرونه ډېر راځي.

ولې لوبه وبایلل شوه، کومې تېروتنې وشوې؟

د پرونۍ لوبې د بایللو، څو علتونه وه. د کریکټ مبصرین او ماهرین وایي، د لوبې پچه به خوشبخته لوبډله ګټي، او کومې لوبډلې چې پچه وګټله؛ نو نېمه لوبه یې وګټله، د دې خبرې تر شا راز دا دی، چې«د لوبې پچه دې وګټله، نو تاته دوه ډوله صلاحیتونه لاس ته ولوېدل، لومړی توپوهنه کوې، که توپ اچوونه؟»

لوبډلمشر او کوچ لا له وړاندې د دې لپاره پلان نيولی وي چې که د لوبې ټاس ګټي؛ نو لومړی باید څه وکړي، د بېټ او بال کولو پرېکړه بیا پېچ، کراوډ، ورځ او شپې ته په کتو کیږي.

پچه پرون افغان لوبډلې وګټله، پرېکړه د توپوهنې وکړه، چې ښه پرېکړه وه. ځکه په دې پېچونو چې چا لومړی توپوهنه کړې بریالي شوي دي، مونږ تردې وړاندې دوه لوبې په همدې شکل وګټلې، او هغوی چې لوبډله قوي وي او مقابله بیا یو څه کمزوري هم یې په اسانۍ سره نه‌شي ګټله، لکه د هند او هنګکان لوبه.

د توپوهنې د برخې تېروتنې

د افغانستان د توپوهنې په برخه کې احسان جنت تخنیکي لوبغاړی دی، خو له پیله د پاکستانیو توپ اچوونکو پر وړاندې کمزوری وو، بالونه یې ښه نشول لوبولی، بالاخره وسوځېده، شهزاد بیا تر ډېره د تېرو لوبو په شان نا مسوولانه لوبه وکړه. رحمت شاه، هشمت او اضغر لوبه جوړه کړه. نبي او نجیب بیا په مېډل ارډر کې چې د همدې لپاره اچول شوي چې باید هېټ وکړي، هسې ونه شوه، که د دې دواړو لس ــ لس، یا شل ــ شل رنزونه هم کړای وای، هدف به لا وړاندې تللی وای، بیا به وروستي اوور ته د لسو منډو پر ځای شل او دیرش منډې پاتې وای، چې پوره کول یې ناشوني ول.

دویمه برخه، تېروتنې د توپ اچوونې په برخه کې وې

د توپ اچوونې په برخه کې، خو یوه جدي ستونزه او شته داده چې مونږ باید له ګلبدین سربیره دوه چټک توپ اچوونکي په لوبډله کې درلودلای. که خبره د دولت زدران د ټپي کېدو کیږي، نو سعید شېرزاد خو شته ولې یې نه لوبوي، نوین الحق او فرید ملک باید وړل شوای او په سکواډ کې اخېستل شوای وای. افتاب په دې وروستیو کې ښه شوی، خو ډېر د حساب نه دی، نه یې بال هومره چټک دی، چې مقابل لوري ته خڼد او ستونزه جوړه کړي، یارکر او بلاک بالونه؛ خو بېخي یا کوی نشي، یا کم کوي. مجیب ډېر ښه دی، د نبي د بال هم پخوانی خوند او جادو نشته، یو راشد دی، نو یو بالر به څه وکړي په پنځوس اوریزه اوږده مېچ کې.

که پرون په منځ ــ منځ کې په رحمت شاه اورونه شوای وای، نو وروستیو ته به د افتاب اوور نه پاتې کېدای، بله دا چې هلته ملګرتیا د توپوهونکو ډېره شوې وه، نو پارټایم بالر به ښه پایله ورکړای وای، یا یې د نجیب پر ځای سمیع اخېستی وای، ښه به وای، هم به یو څو اورونه کړای وای.

یوه ستونزه دا هم وه، چې راشد تر یوشتم اوو مخکې باید راوستل شوی وای، دا کومه بهانه نشي کېدای چې په نوي بال توپ اچوونه نشي کولای، ولې هغه شل اوریزه او اې پي ایل کې چې یې کوي.

درېیمه ستونزه په ډګر ساتنه کې وه

په مهمو شېبو کې د شعیب کېچ ولوېده. دا خو به مو اورېدلي وې، چې کېچونه مېچونه ګټي، بله دا چې په ډګر ساتنه کې چې دې شاوخوا شل رنزونه رامنع کړل، بیا یو څه ښه توپ اچوونه وکړې، یو څه ښه توپوهنه؛ نو کیسه جوړه شي. خو پرون ډګر ساتنه ډېره ښه نه وه، له شهزاد کېچونه ولوېدل، دارنګه میس فېلډینګ، ناسمې تروګانې په ویکټ…

راتلونکی پلان باید څه وي؟

یو دا چې ځوانو لوبغاړو او ټولې لوبډلې ته دا فکر د روزنکي او لوبډلمشر له خوا ورکړل شي، چې د پاکستان نوم به تاسې ته بو ښکاري؛ خو دا غلطه خبره ده، مورال لوړ ساتئ. بالران باید چټک له ځان سره حد اقل دوه ولرو. دوی باید بالونه بلاک او یارکر ډېر وولي، ځکه پاکستاني توپوهونکي له شاټ بالونو سره مشکل نه لري. تر لومړیو باید فشار لاندې ونېول شي، بالران باید سم وکارول شي، په فېلډینګ او بېتینګ باید ښه کار وشي؛ نو بیا به لوبه ښه وګټو.

 

سرخط ورځپاڼه

جان اغا بهار