که تاسو د هغو کسانو څخه یاست چې هر وخت مو خپلې کړې ژمنې هیرې وي، تلیفون مو ورک وي او یا د الماریو، صندقانو او موټر کیلیاني درڅخه هیرې وي، نو لاندې اوه ټکو ته پام وکړئ، هیله ده دی چې یاداشت مو سم شي.
لاندې ټکي د هغو کسانو لپاره نه دي چې خپلې ژمنې قصدا هیروي، لکه اکثره واکمن سیاستمدار.
یاداشتونه ساتل د انساني دماغ تر ټولو مهمه وظیفه بلل کیدای شي، دماغ معلومات له ځانه سره خوندي کوي او بیا د اړتیا په وخت کې کار ځیني اخلي.
د بولډ سکای په نوم روغتیايي پاڼې لاندې اوه هغه عوامل په ګوته کړي چې د دماغ د یاداشت وظیفه تقویه کولای شي.
۱- دماغ باید په کار واچول شي
مثلا هره ورځ د قرآن کریم یو آیت یادول، یو حدیث یادول، نوي مهارتونه او کسبونه زده کول، بله ژبه زده کول، د سختو سوالونو لپاره جوابونه لټول او نور ورته اعمال تر سره کول، تر څو دماغ په کار ولویږي او یاداشت ورسره قوي شي.
۲- د التهابونو علاج کول
په بدن کې د هر زخم او التهاب درملنه پر وخت وشي، کنه امکان لري چې په دماغ کې د ځینو خلایاو د تخریب سبب شي، چې وروسته پر یاداشت هم بد اثر لرلای شي.
۳- نوي څه زده کول
که تاسو غواړئ چې په طبیعي توګه خپل یاداشت قوي کړئ، نو نوي یادونه جوړ کړئ، لکه د نویو خلکو سره تعارف وکړئ، نوي ځایونو ته سفرونه وکړئ، نوي کتابونه مطالعه کړئ او حتی نوي خوراکونه وازمایئ.
۴- پر دماغو بوج کم کړئ
که چیرې تاسو یو داسې کار کوئ چې د دماغي ستړیا سبب ګرځي، نو خپل دماغو ته لږ وخت ورکوئ چې ارام وکړي او په بل داسې یو شي ځان اخته کوی چې د اعصابو ستړیا مو کموي.
۵- په پروبیوتیک باندې غني خواړه
هغه خواړه چې پروبیوتیک ماده یا ژوندۍ بکتیریا (Probiotic) لرونکي وی، لکه مستې، شلومبې، سرکه وغیره، د یاداشت د تقویه لپاره ښه دی.
۶- فکر کول
په منظم ډول فکر کول هم د یاداشت د تقویې سبب کیږي، د موقت وخت لپاره په یو مسئله کې ښه فکر کول د ذهن ارامتیا تر څنګ د ښه پاملرنې سبب هم ګرځي چې له امله یې اوږدمهال لپاره د ښه یاداشت سبب ګرځي.
۷- ورزش کول
په ځانګړي ډول پياده ګرځېدل او بایسکل باندي ګرځېدل د یاداشت د تقویې لپاره ګټور ورزشونه دي.
کاپي…