د یخنۍ په موسم کې باغونو ته پاملرنه

لیکنه: فتح اللہ فرھاد

زموږ دهقانان وروڼه هغه وخت ونو بوټو ته پاملرنه کوي کله چې په ونه کې میوې ښکاره شي، میوې شکولو نه وروسته او په ځانګړي ډول په یخنۍ کې کله چې ونې ویدي وي باغونو ته پاملرنه نه کیږي. حال دا چې په یخنۍکې د باغونو د پاملرنې لپاره ځینې اړینې لارې چارې دي که دې عواملو ته په خپل وخت کې پاملرنه ونه شي نو نه یواځې چې د ونې حاصل او کیفیت متاثره کیږي بلکه مرضونه او حشرات هم په اسانۍ پرې حمله کولاې شي، چې د دې ټولو مخنیوی یواځې په اوده حالت کې شونی دی.د پاملرنې ځینې لارې چارې په لاندې ډول دي.

۱-  ونو ته چونه ورکول

د ونو تنو ته په یخنې کې د پاڼو ویستلو نه مخکې باید چونه ورکړل شي. چونه د ونې تنه  د تیز لمر او تر څنګ یې د مضرو حشراتو هم ساتي.

چونې جوړولو طریقه:

چونه                                  ۱.۵ کیلو ګرام

کاپراکسي کلورایډ یا نیلا توتا        ۵۰ ګرام

میلاتیان یا تایوډان                     ۵۰ ګرام

اوبه                                       ۵ لیتر

چونه د ۱۰ یا ۱۱ ساعتونو لپاره په اوبو کې پریږدئ  وروسته د یخیدو نه پورته ذکر شوي شیان ورزیات کړۍ او ښه یې حل کړۍ بیا یې د برش په واسطه د ونو تنو ته ورکړۍ.

۲-  ډارمنیټ سپری

په شفتالو، الوچې، خوبانئ، بادام  له پاسه د یخنې په موسم کې ډارمنټ سپری کول اړین دی، ځکه چې پدې موسم کې ونې پاڼې نه لري دوایې په اسانې د ونې هرې برخې ته رسیږي او ونه د مرضونو او مضرو حشرانو څخه محفوظ ساتي.

د حشراتو د مخنیوي لپاره په عام ډول لاندې دوايانې کارول کیږي:

–  تایوډان ۱۶۲ ملي لیتر په ۱۰۰ لیتر اوبو کې

۲.لارسبین ۱۷۵ ملي لیتر په ۱۰۰ لیتر اوبو کې

د امراضو مخنیوی:

میوه لرونکو بوټو عام مرضونه لکه په شفتالو کې د پاڼې راټولیدنه او په مڼه کې د سکیب (خسا داغونو پیدا کیدل) د مخنیوي لپاره د یخنۍ په موسم کې هر ډول مس لرونکي فنجی سایډ مثلا میلټاکس یا کوباکس سپری کارول کیږي.

د ونو شاخه بوري

شاخه بوري په عام ډول په هغه ونو کې کیږي چې پاڼه رژوي چې دا کار باید د سپرلي موسم تر رارسیدو مخکې ترسره شي. د خوب په حالت کې د ونو شاخه بوري ګټه دا ده چې ټپ یې زر رغیږي او د مرض اخیستو شونتیا هم کمه وي. د مختلفو میوه لرونکو ونو شاخه بوري هم تفاوت لري، د نمونې په ډول شفتالو کې ګل نیونه په یو کلن شاخ کې کیږي نو ځکه شاخه بوري په ۳۰٪ نه تر ۳۵٪ پورې په زړو شاخونو کې تر سره کیږي تر څو هر کال د ګل لپاره نوي شاخونه موجود وي. نشپاتۍ (ټانګو) کې ګل نیونه په درې کلنو شاخونو کې ترسره کیږي  نو ځکه په نشپاتې او مڼه کې یواځې ۱۰٪ پخواني شاخونه غوڅیږي. همدارنګه په انګور کې میوه هر کال په نوي شاخونو کې منځ ته راځي نو له دې امله ۹۰٪ پخواني شاخونه غوڅیږي.

باغونوکې د سرې استعمال

باغونو ځمکې ته د هغوۍ د څرنګوالې پر بنسټ مناسبه سره په مناسب وخت کې ورکول کیږي چې په پایله کې ځمکه حاصل خیزه او باغونه ښه او باکفیته حاصل ورکوي. سره په دوه ډوله ده،

قدرتي یا ډیراني سره

کیمیاوي سره

قدرتي یا ډیراني سره:

پدې کې د حیواناتو خوشايې او پچې، ونو وچې پاڼې، حیواناتو هډوکي او عام فضوله مواد شامل دي. چې خوشايې او پچې تر ټولو ښه ډول دی چې د ښه حاصل لپاره ترې استفاده کیږي. دا سره ځمکه نرمه ساتي چې د هوا اواوبو جریان ته په اسانۍ اجازه ورکوي، او تر څنګ یې فایده مندې بکتریاوې ښه وده کوي. دې سره سره ونې ته خوراکي توکې برابروي چې د ونې په ښه وده کې مهمه ونډه اخلي. قدرتي سره د استعمال په وخت کې باید تازه نه وی بلکې وخت پرې اوښتی وي. ډیراني سره باید ونو ته د پاڼې د ویستو دوه میاشتې مخکې ورکول شي تر ګل نیولو وخت کې ونې ته اړین مواد برابر کړي.

کیمیاوي سره:

دا سره په فابریکو کې په مصنوعي ډول د مختلفو کیمیاوي توکو څخه جوړیږي، تر ټولو مهم یې نایټروجن، فاسفورس او پوټاشیم لرونکي سري دي. دهقانان ډیری وخت د سرې په استعمال کې د احتیاطه کار نه اخلي کوشش کوي سره د ونې تنې ته نږدې واچوي چې دا ونه نه شي کولائ ترې استفاده وکړي ځکه د ونو جرړې د تنې نه لرې د شاخونو په امتداد خورې وي. نو سره باید د شاخونو لاندې خاورې سره ښه ډول ګډ او پرې اوبه وشیندل شي. فاسفورس لرونکې سره باید د نورو سرو په نسبت په ژورتیا کې او د یو خوراک په ډول باید د ګل نیونې مرحلې نه دوه یا درې اونۍ مخکې په پوره مقدار ورکول شي. نایټروجن لرونکې سره د دوه خوراکو په ډول چې لمړی یې د ګل نیولو نه مخکې او دوهم یې د دانې جوړیدو نه وروسته ورکول شي.