‏د یمن زرګونه اوسېدونکو د دې هېواد په پلازمېنې صنعا کې د غزې په تړانګه د اسرائیلو د هوايي بریدونو په غبرګون کې لاریونونه پیل کړي

دغه لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې د اسرائیلو لخوا د غزې په تړانګه د پيل شوو بريدونو په پایله کې لسګونه فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.