د یوه زده کوونکي د زړه اخ

لیکوال :  افضل ملګزی

سهار به لا له شېرین خوبه نه وو راپاڅېدلی سترګې به یې په لاسونو مښلې، مخ به یې هم نه وو مېنځلی، په خوبولي انداز به یې وویل، مورجانې وه مورجانې! هغه زما د کتابونو بکسه چېرته ده، هغه ماته تیاره که چې زه بیا ښوونځي ته ځم هسې نه چې ناوخته شي.

مور چې په بچو ډيره مهربانه وي نو ښوونځي ته د ده د تلو په پلمه به یې ورته وخته سباناری تیار کړ او بیا به یې ورته په سر د مينې ډک لاس راکش کړ او په وړه، وړه لهجه به یې ورته وویل، ای! زوی ګک مې راشه هله نو راشه راځه یوځل مخ اولاسونه ومينځه چای وڅښه بیا به ښوونځي ته ولاړشې. کوچني نازولي زوی به یې هم ورسره ومنله د مخ اولاسونو له مېنځلو وروسته به یې ژر ژر چای په پیاله کې يخ کړ او له یو مړۍ ډوډۍ سره به یې په ورخطایۍ وڅښه چې ګنې د ښوونځي ورباندې ناوخته نشي.

ماشوم به له کوره روان شو تر دروازې پورې به یې مور ورسره ملتیا وکړه، خو چې کله به یې مور ترې راستنېده پرسر به یې ورته د ترحم، میني او عاطفې ډک لاس راښکه یوه لپه دعاوې به یی ورته وکړه، چې زوی نه یې راتلونکې کې یو ستر انسان جوړ شي او بچی به یې رخصت کړ. دانو د دې کوچني ماشوم وروستی سهار وه، څوک هم خبر نه وه چې د علم دښمنان، د انسانیت دښمانان او د بلې شمعې دښمنان به داسې پس او نامرد کار کوي.

کله چې ماشوم ښوونځي ته ولاړ هلته یې له خپلو ټولګیوالو سره په ډيره مينه درس ویل پېل کړل، تر درې ساعتونو هملته په ښوونځي کې په درس ویلو بوخت وو، کله چې له درس ویلو فارغ شو نو له خپلو خوږو ټولګیوالو نه به یې اجازه واخېسته د کور په لور به روان شو. ورځ تېره شوه شپه شوه له ډوډۍ خوړولو وروسته یې د تل په څېر خپل کتابونه را واخستل او خپله کورنۍ دنده به یې په ډېرشوق او ذوق سره ولیکله، په دې نېت ویده شو چې ګنې سهار به وخته بیا ښوونځي ته ولاړ شي، خو دا ارمان یې پوره نه شو، کله چی سهار د خوبه راپاڅېد د کورنۍ غړو یې سم له واره ورته وویل، چې پلانکیه ته نور خپل ښوونځي ته نه شې تللی ستا ارمانونو سره لوبې وشوې او ستا ارمان د خارو سره خاورې شو.

ماشوم نا ګهانه د خولې څخه سوړ حوصېلی ویست او وې ویل ولې؟ ولې؟ څه شوي ووایئ کنه؟ د کور غړو یې په عجیب او غریب انداز سره وویلل چې بېګاه ناوخته نامعلومه وسله والو ستا هغه ښوونځی چې ستا ارمانونه ور پورې تړلي وه سوزولی شوی دی، نور ته نشې کولی چې ښوونځي ته ولاړشې نور ستا د لوړو ارمانونو زینه ماته شوه، هغه وسوزېده. ماشوم د خبرو په اورېدو سره په چیغه چیغه وژړل بلاخره بی هوشه شوه. اوس نو ماشوم مات شو، هېلې یې وسوزېدې او د غم په دنیا دا سندره زمزمه کوي.

ښوونځی راته وران نکړې اړتیا زده کړو ته لرمه     افغانۍ ماشومه یمه افغانۍ ماشومه یمه

د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ د هزار ناو لېسې د سوزېدو په یاد.