د یوه عالم خوندوره کیسه

حامد افغان

یو عالم یوه سرکشه او ظالم امیر ته ورغی، هغه ته یې نصیحت وکړ او ورته ویې ویل چې له حقې لاري کوږ شوی یې، امیر غوسه شو او عالم یې بنديخانې ته ولیږه، عالم اووه کاله بندي پاته شو، یوه ورځ امیر ناست و او عالم وریاد شو، هغه یې راوغوښت او لاندې مجلس یې سره پیل کړ:

امیر: تا ما ته سختي خبري وکړې او خطرناکه لاره دې غوره کړه

عالم: زه طبيب یم او ناروغ ته نصیحت زما مسؤلیت دی

امیر: ته چا دومره زړور کړی یې چې امیرانو ته داسې خبري کوه؟!

عالم: ته چا قاضي کړی یې چې پخپله خوښه حکمونه صادروه؟

امیر: زه د هیواد پاچا ټاکلی یم

عالم: زه د انسانانو خالق مکلف کړی یم

امیر: ته نه پوهیږې چې امیرانو ته داسې خبري کول خطرناک کار دی؟

عالم: ته هم باید پوه شې چې د الله له بندګانو سره ظلم تر دې خطرناک کار دی

امیر: نور عالمان ولې ستا په څېر خبري نه کوئ؟!

عالم: هغوی له اووه کلني بنديخانې ويریږي،

زه د یوسف علیه السلام پیروي کوم او ستا خوشالي مهمه نه بولم

دې خبرو سره د امیر زړه نرم شو او له عالم سره یې نرمي پیل کړه:

امیر: زما نه چې هر څه وغواړې زه یې درکوم، وغواړه

عالم: ځواني مې پیرته راته راوګرځوه

امیر: دا زما د وس خبره نه ده

عالم: له مرګه مې وژغوره

امیر: دا هم نشم کولی

عالم: زما پرمخ د داسې چا دروازه خلاصه ده چې دا ټول کارونه کولی شي

امیر: زما نه به خامخا یو شی غواړې

عالم: که داسې وي نو بیا ستا له دې تور غلام نه یو شی غواړم، ستا نه یې نه غواړم

امیر: دا ستا ناپوهي ده چې زما نه یې نه غواړې او زما له بې وسه غلامه یې غواړې!!

عالم: ستا په ځای ستا له غلام نه په غوښتلو ته غوسه شوې، زما نه مې زما مولا

ستا نه په غوښتلو خپه کیږي

امیر: په هر صورت خامخا به زما نه یو شی غواړې

عالم: ښه نو درۍ بورۍ غنم زما کره پخپله شا راته یوسه

امیر: دا نشم وړلی، که مې وړلی شوی درسره وړلې مې

عالم: نو د دومره ولس د مسؤلیتونو پیټی څنګه وړلی شې؟!!