د یوویشتمې پېړۍ د تعلیم غوښتنې

لیکنه: ډاکټر عطاالله زیارمل

د یوویشتمې پېړۍ د تعلیم یوه غوښتنه دا ده چې په ټولګي کې د ښوونکيو په نسبت زده‌کوونکي باید ډېر د زده‌کړې په فعالیتونو کې خپله فعاله ونډه واخلي او د ونډې ورکولو زمینه هم ور ته برابره شي. يانې ښوونکي باید خپلو زده‌کوونکيو ته کافي وخت ور کړي چې هغوی وکولای شي د هرې موضوع په اړه خپل مالومات له نورو زده‌کوونکيو سره شریک کړي او په عین وخت کې د خپلو مالوماتو د صحت لپاره د ښوونکي نظر هم واخلي.

په دغه تعلیمي سیسټم کې په ټولګیو کې د ښوونکيو اوږدې خبرې یا لکچر ورکول هسې د وخت ضیاع بلل کېږي دا ځکه چې د لکچر ورکولو پر وخت زده ‌کوونکي جسماً په ټولګي کې وي، خو ذهناً په خيال‌ پلو کې وي.‌

د دې لپاره چې د زده‌ کوونکيو پام درس ته را اړول شوی وي؛ نو په کار ده چې ښوونکي خپلو زده‌کوونکو ته داسې فعالیتونه ورکړي چې هغوی عملاً خپل څو حواسه په کار واچوي. درس ولولي، له خپلو ټولګیوالو سره یې شریک کړي او هم نورو هم سنو ټولګیوالو ته غوږ ونیسي چې هغوی دغه موضوع څنګه تشریح کوي.

د لا روښانتيا لپاره به دلته مشاهده راوړم. تاسې به خپله هم لیدلي وي چې ځینې وخت ښوونکي په خپلو خبرو کې دومره لوړ ځي چې د زده‌کوونکيو سویه ترې هېره شي او په ډېرو لوړو ادبیاتو هغوی ته یوه موضوع تشریح کو،‌ چې متاسفانه هغوی د ښوونکي په دې لوړو ادبیاتو ډېر وخت نه پوهېږي.

‌ دلته د ښوونکي مطلب بل څه نه‌شې کېدای بې‌له دې چې خپلو شاګردانو ته دا ثابته کړي چې څومره زیات په دې موضوع باندې تسلط لري، خو دې ته یې پام نه وي چې د زده کړې اصل یې بېخي له پامه غورځولی دا ځکه چې څوک ور ته غوږ دی هغوی یې په خبره نه پوهېږي، خو که بیا همدا موضوع د یو بل زده‌کوونکي له لوري تشریح کېږي؛ نو ښکاره ده چې هغه به په خپلو خبرو کې دومره تکلف و نه کړي چې نور ټولګیوال دې د هغه په خبره پوه نه شي. زما ښه په یاد دي چې زیات وخت به زموږ ځینې ټولګیوال د خپل ښوونکي په خبره سم نه پوهېدل او د کم‌جراتي له امله به یې نه شوای کولای چې حتا له ښوونکي پوښتنه وکړي چې د درس دغه برخه په بل عبارت ووايي او یا هم د یو بل مثال په ورکولو یې روښانه کړي؛ نو د څنګ ملګری به یې تشویقاوه چې ته دا پوښتنه ترې وکړه.

د دې تعلیمي سیسټم بله غوښتنه دا ده چې شاګردان باید په ګروپي فعالیتونو کې کار وکړي، دا ځکه چې زده‌کوونکي د لکچر ورکولو په نسبت په ګروپي فعالیتونو کې ډېره زده‌کړه کوي.

په ګروپي کار کې ګټه دا ده چې یو زده‌کوونکی غواړي یوازې هغه مالومات نورو ملګرو ته ورسوي چې زده کړي یې دي.‌ د درس له موضوع بغير په نورو خبرو شخوند نه وهي، نېغ په نېغه هغه څه وايي چې د درس له موضوع سره اړیکې لري. څېړنو ښودلې ده چې یو زده‌کوونکي یې له بل زده‌کوونکي څخه یوه موضوع ښه زده کوي. دا طریقه دوې ګټې لري؛ یو خو هغه زده‌کوونکي ته ګټه کوي څوک چې دغه موضوع تشریح کوي او بل لور ته د هغه همصنفي ته ګټه رسوي ځکه چې د خپل هم‌سنه یې اوري او په دې سره تشویقېږي چې له هغه د دې موضوع په اړه په ډاډه زړه پوښتنې وکړي او د موضوع ټول اړخونه ور ته ښه روښانه شي.

د زده‌ کړې په برخه کې یو وتلی پوه، ښاغلی کویک، وايي؛ «که تاسې غواړئ یوه موضوع ښه زده کړئ؛ نو په دې نېت یې زده کړئ چې له زده کولو وروسته یې بل چا ته وښيئ.» هغه زیاتوي چې دغه نېت به تاسې دې ته اړ کړي چې د زده کولو په وخت کې د موضوع هرې برخې ته په ډېر دقت پام وکړئ او ټولو ممکنه پوښتنو ته به د ځواب موندلو هڅه کوئ.

همدا هڅه به مو دې نتېجې ته ورسوي چې په اړونده موضوع باندې پوره تسلط ولرئ. په نبوي حدیث شریف کې هم د دې اهمیت ته څه دارنګه اشاره شوې ده‌ چې فرمايي؛‌ «بلغوا عني ولو آیه.» ژباړه؛‌ زما له لوري یې نورو ته ورسوئ که هغه یو ایت هم وي.

درنو ښوونکيو ته غواړم څو ټکو ته اشاره وکړم، ګوندې د ځینو د پام وړ مو وګرځي. هیله ده چې زموږ ښوونکي خپل زده‌کوونکي د یوویشتمې پېړۍ د تعلیم له غوښتنو سره سم وروزي چې په نړۍ کې له نورو خلکو سره د ژوند په مختلفو ډګرونو کې د سیالې کولو جوګه شي.