د یو جهادي قوماندان زوی دوه تنه په ډزو وژلي

د پروان په مرکز چاریکار ولایت کې د یوه جهادي قومندان، خواجه نبي صدیقي زوی دوه کسان په ډزو وژلي دي.

د یاد ولایت د پولیسو قوماندان پېښه تاییدوي او وایی، چې د خواجه نبي زوی له سیمې تښتېدلی دی؛ خو د دې ولایت امنیتي ځواکونه په دې لټه کې دي چې قاتل ونیسي.

د پروان د پولیسو قوماندان محمد محفوظ ولیزاده په وینا خواجه نبي ژمنه کړې چې خپل زوی به  یې پولیسو ته تسلیم کړي، خو تر اوسه یې درک نه لګیږي.

ولیزاده زیاتوي، چې وژل شوي کسان هم د خواجه نبي صدیقي د زوی په څېر غیر مسؤله وسله وال و.

خواجه نبي صدیقي په پروان ولایت کې یو ځواکمن پخوانی جهادي قومندان دی، چې تیرو ټاکنو کې یې له ولسمشر غني ملاتړ کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په کابل کې د بل جهادي مشر حاجی الماس زاهدزوی هم یو کس په ډزو وژلی و؛ خو قاتل لا هم د حکومت له خوا نیول شوی نه دی.