د یو ښه مدیر یا د ادارې ځانګړتیاوې!

۱- یو ښه مدیر خپلو کارمندانو سره په مسکا او روڼ تندي ستړي مشې کوي

۲- یو ښه مدیر خپلو کارمندانو ته دروغ نه وایي

۳- یو ښه مدیر په تا ویلو ما ویلو باور نه کوي، کوم څوک چې ورته د کارمند اړوند منفي خبره رسوي، په هغې کې تحقیق کوي چې ایا دا خبره یا عمل هغه کړی دی کنه.

۴- یو ښه مدیر د اړتیا په وخت جدیت هم کوي، خو جدیت باید د فرعونیت په شان نه وي

۵-  یو ښه مدیر کارمند ته په درناوي ګوري، کارمند ته د غلام په سترګه نه ګوري

۶- یو ښه مدیر په مکافاتو او مجازاتو هم پوهیږي او کارکنه مامورین ستایي

۷-  یو ښه مدیر د کارمندانو تر منځ د شخړو د حل پخاطر د یو ښه ثالث رول ادا کوي

۸- یو ښه مدیر د وخت په ارزښت پوهیږي او د ادارې اهداف په صمیمانه ډول ترلاسه کوي

۹- یو ښه مدیر د خپل کارمند په غم خفه او په خوشالئ او پرمختګ خوشالیږي

۱۰- یو ښه مدیر د امتیازاتو څخه میم زرما ټوله زما غوندې استفاده نه کوي

۱۱- یو ښه مدیر کارمندانو تر منځ فاصلې نه پیدا کوي

۱۲-  یو ښه مدیر کې د عفوې قوه هم قوي وي

۱۳- یو ښه مدیر د ټولنې مثبت کلتوري ارزښتونه هم پالي

۱۴- یو ښه مدیر د ادارې د کارمندانو زړه د وظیفې نه نه توروي، بلکه دومره صمیمیت عاموي چې کارمند دفتر ته دتګ شیبې شماري نه دا چې د دفتر نه یې زړه چوي

۱۵- یو ښه مدیر د نورو کارمندانو په مقابل کې د خپل یو کارمند تحقیرول نه کوي، بلکه نیمګړتیا ورته په پرایویسي کې وایي

همدا شان یو ښه مدیر حاضرۍ نه دblack mailing device په توګه استفاده نه کوي

کاپی ٠٠٠٠