د یو کوچني ماشوم پر مصنوعي پیښې سره نڅا نړۍ حیرانه کړې ده

د دې افغان ماشوم ویډیو لومړي ځل لپاره له روغتون څخه یوه شخص دده د نڅا ویډیو خپره کړې چې په ټوله نړۍ او افغانستان کې په زرهاوو خلکو ولېده او د رسنیو لپاره د خبر برخه وګرځېده.

د کوچني افغان ماشوم د نڅا هر پل اېښودو سره  نوې هیلې  رابرسیره کیږي په سترګو کې له خوښۍ ډکې اوښکې له ورایه ځلیږي.

دا کمکی ماشوم سید الرحمن نومیږي پنځه کاله وړاندې په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په جګړه کې ټپې کیږي او بل اخره یوه پښه یې پري کېږي.

دی په وړې ژبې؛ خو هغه سخته شېبه بیانوي، کله چې دی ټپي کیږي؛ نو دا خبرې تر اوسه پورې په زړه دي.

مور یې وایي، کله چې خبره شوه چې زوی پښه دلاسه ورکړه ؛ نو ډېره ورته کړېده؛ خو د سره صلیب په همکاري چې اوس ورته مصنوعي پښه لګول شوې ډېره خوښه ده او د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غواړي چې نور دې جګړه بس کړي.

نه یوازې دا ماشوم پر پښه معلول شو؛ بلکې په افغانستان له روانې جګړې ډیری ماشومان داسې غمګین داستانونه لري چې تر اوسه پورې پر پښه معلول دی

دده نویو هیلو او نڅا ته نړۍ حیرانه شوي او په ټولنیزو پاڼو کې ویډیو لاس په لاس شوې ده، دی اوس مصنوعي پښې ته خپله خوښې د نڅا په قدمونو نمانځي.