د (یو- یوه) او (دوه – دوې) شمېرنومونو کارونه

توریالی ملیار

شمېر نومونه هغه نومونه دي چې د څېزونو یا شیانو شمېر  او څومره والی ښيي مګر د ستاینوم په څېر یې څرګندوالی نه ښيي، په یوازې او خپلواک ډول نومونه نشي کولی او په یو څېز نوم پورې اړه لري.

په پښتو ژبه کې عدد تر معدود د مخه راځي او (یواو دوه) د جنس له اړخه له خپل معدود سره سمون ښيي خو نور عددونه د جنس له اړخه له خپل معدود سره بدلون نه مومي او په اصلي حالت کې لیکل کیږي، البته دغه حالت یوازې په اصلي شمېر نومونو کې (یو، دوه، درې) د اعتبار وړ دی- په وصفي  یا رتبه ييز شمېر نومونو (لومړی، دویم، درېیم) او یا هم نورو هغو کې بیا د ټولو لپاره اوړي چې د موضوع د اوږدوالي لپاره پرې دلته بحث نه کوو- یوازې د اصلي شمېرنومونو بېلګې یې دا دي:

لکه:

یوه نجلۍ             دوې نجونې

یو هلک              دوه هلکان

یوه افغانۍ                        دوې افغانۍ

سل کتابونه           سل کتابچې

مګر که د لیکوالو او ژورنالستانو ډیری متنونو او غږونو ته وګورو نو پرته له (یو- یوه) څخه (دوه- دوې) د جنس له اړخه نه بدلوي او د (دوې افغانۍ) پر ځای (دوه افغانۍ)  د (دوې کاسې) پر ځای (دوه کاسې) د (دوې نجونو) پر ځای (دوه نجونې) لیکي چې یوه تېروتنه بلل کیږي او باید د جنس له اړخه په بدلېدونکي حالت ولیکل شي.