د ۱۵۰۰ طالب زندانیانو خوشې کولو بهیر ځنډلی دی

ټاکل شوې وه، د افغان حکومت له خوا د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ تېره شپه پېل شوې وی؛ خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د طالب زندانیانو د خوشې کولو دغه پروسه یې ځکه ځنډولې ده، تر څو د دوی دوسیې په سمه توګه وڅېړل شي.

اسوشیتدپرس خبري اژانس لیکلي، چې ښايي د افغان حکومت دا پرېکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه خرابه کړي. د دغې موافقې په اساس باید د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شي.

ولسمشر غني، د  تېرې یکشنبی په ورځ ویلي وو، چې حکومت د خپل ښه نیت ښودلو لپاره د طالبانو د ١٥٠٠ بندیانو د ازادولو پریکړه کړې او ۳۵۰۰ به یې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د خبرو له پیل ورسته پرېښودل کیږي.

طالبانو د ولسمشر غني دا طرحه رد کړه او ویې ویل، چې باید ټول ۵۰۰۰ کسان په یو وار پرېښودل شي.