د ۲۰۲۱م کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پای ته ورسېدې

د پنځو زونونو ترمنځ د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ چې د تېرې نومبر میاشتې په اتمه نېټه په کندهار ولایت کې پیل شوې وې، تېره ورځ د بند امیر زون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې په پایلوبه کې د امو زون لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د څلورم پړاو کورنیو فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه.