یکشنبه , 28 اپریل 2024

د (۳ ایډیټس) فلم لپاره له کرینه کپور نه مخکې د کومې اداکارې اډیشن اخیستل شوی و؟

د بالي ووډ مشهور فلم (۳ ایډیټس) چې راج کمار هیراني جوړ کړی و، ویل کېږي په دغه فلم کې د کرینه کپور د کردار لپاره له هغې مخکې د انوشکا شرما اډیشن اخیستل شوی و.

دغه فلم چې عامر خان، ارمادون، شرمن جوشي، کرینه کپور او بومن ایراني پکې کار کړی و، یو ډېر کامیاب فلم و او په باکس افس یې هم د پېسو ګټلو نوي ریکارډونه جوړ کړي و.

د معلوماتو له مخې، په دغه فلم کې د کرینه کپور د کردار (پيا) لپاره مشهورې اداکارې انوشکا شرما هم اډیشن ورکړی و، خو هغه نه وه کامیابه شوې، د یادونې وړ ده، په دغه وخت کې انوشکا شرما په کوم فلم کې کار نه و کړی. په اډیشن کې انوشکا شرما د منا بهايي ایم بي بي ایس فلم ډیالوګ ویلی و، چې ویډیو یې هم خپره شوې ده.

عامر خان او راج کمار هیراني ته هم په دې اړه معلومات نه و، انوشکا شرما وايي، کله چې يې له عامر خان او راج کمار هیراني سره په (پي کی) فلم کې کار کولو، نو دا کیسه یې ورته وکړه، خو هغوی نه منله، خو کله چې یې ورته د اډیشن ویډیو وښودله، نو بیا د هغوی یقین راغی.

د یادولو وړ ده چې (۳ ایډیټس) فلم په ۲۰۰۹ کال کې خپور شوی و، چې ډېر کامیاب فلم و، په ۲۰۱۴ کال کې بیا انوشکا شرما چې مشهوره اداکاره وه له عامر خان او راج کمار هیراني سره کار وکړ.

کاپي…