د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسولو یوازېنۍ لار د افغانانو یو کېدل دي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانانو غږ کړی، چې د روانې څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو او سولې د راتګ لپاره سره یو شي. خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خوښ دی چې یو ځل بیا یي په مونیخ کانفرانس کې له ولسمشر غني سره کتلي او د تاوتریخوالي د کمېدو او سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړي. دا په روانه اونۍ کې دویم ځل دی، چې خلیلزاد د مونیخ امنیتي کانفرانس په څنډه کې له افغان چارواکو سره ګوري او د سولې اړوند خبرې ورسره کوي.