یکشنبه , 28 اپریل 2024

د هیکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

هیک څه شى دى او هیکر څوک دى؟ په ساده او روانه ژبه د هغه تعبير…

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي هیکر بلل کیږي. هیکر د پوره هوښ، ځیرکتيا، لوړي مفکورې او پوره معلوماتو څښتن او په ځان باوري کس دى. بايد ووايم زما له نظره هکران له انټرنيټي يا بریښنايي غلو سره توپير لري، هیکران په خپل منځ کې يوه مرام نامه لري چې ټول د هغې پيروي کوي.

هیکر د يوه امنيتي سيسټم د هیکولو پر مهال نه غواړي هیڅ ډول مادي يا معنوي زيان چاته واړوي، نوموړى يو امنيتي سيسټم د دې لپاره هیکوي چې معلومات په لاس راوړي، يو سيسټم د دې لپاره هیکوي چې خلګ وپوهیږي امنيتي سيسټمونه له ستونزو سره مخ دي، له دې څخه يې موخه دا ده چې د امنيتي سيسټمونو ستونزې او نواقص د خلګو پر وړاندې څرګند کړي، که هیکران نه واى ټول ننني امنيتي سيسټمونه به دومره مجهز نه واى.

هیکران پوهیږي…

په دې ترڅ کې نور داسې وګړي شته چې له هیکرانو څخه په سوء استفاده د خپلو يا د نورو د معلوماتو له لارې يوه چاته د زيان اړولو هڅه کوي او يا د خپلو جیبونو د ډکولو په هڅه کې وي.

دلته غواړم يوازې انټرنيټي يرغلګر يا غله تر څیړني لاندي ونيسم او نه غواړم د هیکرانو په اړه ژور وژغیږم، بل نه زه د کوم انټرنيټي بانک يا يوې لويي پلورنځۍ مالک يم، زما موخه دا ده چې په دې ځاى کې هغه يرغلګر يا غله تر بحث لاندې ونيسم، چې يا شفرونه، يا د Dialup حسابونه تر بريد لاندې راولي او غلا کوي یی او يا هم د وګړو د Yahoo او Hotmail له لاري نورو ته سپکې سپورې وايي.

#موږ_څنګه_هک_کیږو؟

يوه ورځ مې له يوه هیکر سره بانډار کاوه او پوښتنه مې ځينې وکړه چې د هیکولو تر ټولو اسانه يا ترینګلې لار کومه يوه ده؟ نوموړي په ځواب کې راته وويل اسانه يې ډیره ساده ده. هغه ورځ زه د ده په ځواب نه وپوهیدلم، مګر کوم وخت چې مې يو څه څیړنه وکړه او د انټرنيټ په نړۍ کې هیک شوم نو پوه شوم چې تر ټولو اسانه لار يې د شفرونو غلا کول دي.

دې ته ورته يوه بله اسانه لار يې دا ده چې شفر د ليکلو پر مهال تر لاسه کوي، د بیلګې په توګه يو بریښناليک يو چاته لیږي او د هغه په پرانيستلو سره ځان د کمپيوټر په يوه کنج کې غلى کوي او بيا د شفر ليکلو لار څاري، پر داسې مهال چې هر ډول شفر ليکل کیږي کاپي يې نوموړي هکر ته د بریښناليک له لارې رسیږي.

بل دا چې ډېر يو ښايسته سافټوير په لاس کې لري، نوموړى ټول هغه توري (حرفونه) چې په کمپيوټر کې ليکل کیږي له ځان سره د LOG په نامه خوندي کوي، که د هکر له لورې اجرا شوى وي، هر شفر تر ليکلو وروسته د نوموړي متن په يوه TXT فايل کې ذخیره کېږي او هیکر ته استول کیږي.

بله اسانه او ساده لار يې هغه پوښتنې دي چې د يوې ID جوړولو پر مهال د کمپنۍ له لورې پوښتل کیږي، په Yahoo کې دا کړنه يو څه ستونزمنه ده، ځکه د زوکړي نیټه، پته او پستي کوډ پوښتل کېږي، مګر په Hotmail کې په ډیره اسانه توګه د پوښتنو تر ځوابولو وروسته شفر په لاس راوړاى شي، بايد وويل شي پرته له هغو کسانو څخه چې د ځانګړي مهارت څښتنان دي نور څوک نوموړي پوښتنې نه شي ځوابولاى، ان دا چې د Hotmail له کارکوونکو څخه په دې بهانه چې زما برېښنا ليک د هیکرانو ښکار شوى دى د نوي شفر غوښتنه کوي، يا هم د شفر لپاره ISP ته زنګ وهي او د ځينو مشخصاتو له مخې چې له هیک شوي اکاونټ څخه يې په لاس راوړي د نوي شفر غوښتنه کوي، زه خپله (ليکوال) څو واري په دې توانیدلى يم چې شفرونه په لاس راوړم.

پورتنۍ ټولې اسانې او ساده لارې وې چې پر وغږیدلو، اوس چې د کومې لارې په اړه ږغیږم يو څه ژوره، پیچلې او له دې لارې څخه هغه کسان چې له انټرنيټ، IP او ځينو ځانګړو سافټويرونو سره اشنا نه وي ګټه نه شي پورته کولاى.

ځېرک هیکران د يوه فايل (Trojan) په استولو سره د مقابل لورې سيسټم ککړوي، نوموړى تر اجراکېدو وروسته د کمپيوټر حافظه اشغالوي او په هر وار روښانېدو سره يې فعاليت پيلوي، کمپيوټر د يوه Server په بڼه اړوي او د ځان لپاره يو ازاد پورټ چې هر وخت د هکر پر مخ پرانيستې وي ټاکي، ډیټا او نور معلومات د برېښناليک له لارې خپل څښتن ته استوي، پر داسې مهال هیکر د IP په پيدا کولو سره پوره برلاسى کېږي ان دا چې که نوموړى کمپيوټر روښان وي بندولاى يې شي. البته هیکران نوموړى فايل هر وخت د انټرنيټ له لارې نه لېږي، بلکې ځينې وختونه خپله هغه کمپيوټر ته کښیني چې غواړي ويجاړ يې کړي.

د حيرانتيا خبره دا ده: ننني وايرس ضد پروګرامونه چې له هر پلوه مجهز دى د ورته فايلونو د نوو نسخو د کشفولو توان نه لري، له همدې امله زه (ليکوال) ډېر وخت تر بريد لاندي وم.

#څه_وکړو_چې_هیک_نه_شو؟

ځينې ساده او اسانې لارې شته که يې په دقت وڅارئ ښايي تر ډېره بريده د هیکرانو مخنيوى وکړئ:

داسې يو شفر غوره کړئ چې بیلابیل توري په کې کار شوي وي، لکه (AsdF^,oP) شفر، يعنې هڅه وکړئ چې په شفر کې له لينديو {()}، کامې (,) يا هم ټکي څخه کار واخلئ، نوموړي ټول هغه توري دي چې هیڅ يو هیکر يې نه شي کشفولاى.

د موبایل نمبر، خپل نوم، د کورنۍ نوم، د کور نمبر او… هیڅکله د شفر په بڼه مه کاروئ، نوموړي ټول هغه څیزونه دي چې ډیر ژر کشفیږي.

د شفر ليکلو پر مهال څوک نژدې ځان ته مه پریږدئ، يا هم له منحرفو کيليو څخه استفاده وکړئ، يعنې څو تورې غلط وليکئ او بیرته يې پاک کړئ.

هېڅکله مشکوکې کړنې مه پریږدئ چې پر کمپيوټر تر سره شي، بيا هم که د هیکرانو په واک کښېوتى وي، تر څو چې پاکوى يې لاندني توکي د شفر ليکلو پر مهال د Task Manager له لارې بندوئ:

Thief
Keylogger
Key1 او يا هم دې ته ورته نورې مشکوکې کړنې.

د بریښنا ليک له لارې شفر چاته مه لیږئ، که څه هم د نورو اکاونټونو شفرونه وي، د Yahoo او Hotmail کارکوونکې هېڅکله د برېښنا ليک له لارې د شفر غوښتنه نه کوي.

که ممکنه وي له Instant Messaging څخه يعنې Yahoo, MSN, ICQ دې ته ورته نورو ميسنجرونو څخه کار مه اخلئ، نوموړي ټول هغه توکي دي چې په ډېره اسانه توګه IP د نورو په واک کې ورکوي، يعنې چې هغوى وکولاى شي په ډیره اسانه توګه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يو ازاد پورټ اشغال او په نېغه توګه کمپيوټر ته لاس رسى ولري، په ځانګړې توګه د فايلونو د تر لاسه کولو او لېږدولو پر مهال.

د ناپیژاندو کسانو له لورې هېڅ يو ناپېژندويه تر لاسه شوى فايل مه پرانیزئ.

که کمپيوټر مخکې ککړ شوى وي بايد څه وکړو؟

که ډاډمن امنيت غواړئ کمپيوټر مو فارمټ کړئ، وينډوز له سره ځاى پر ځاى کړئ، ځکه ننني وايروس ضد پروګرامونه تر ډېره بريده د ورته فايلونو د کشفولو توان نه لري، مګر دا يې حتمې لار نه ده.

بل دا چې که يو کمپيوټر له تېز انټرنيټ څخه برخمن وي داسې يوه وايروس ضد نسخه په کې ځاى پر ځاى کړئ چې د هرې ورځې په اوږدو کې تازه (Update) شي.

لکه څنګه چې مې مخکې وويل ټروجان د کمپيوټر حافظه اشغالوي، کمپيوټر د Server په بڼه اړوي او د هیکرانو پر مخ د دروازې پرانيستلو لپاره يوه ازاد پورټ ته اړتيا لري، د ازادو پورټونو ساتنه تر ډېره بريده اسانه ده. لکه څنګه چې ويل شوي انټرنيټ له Proxy پرته انټرنيټ نه دى، نوموړى نه يوازې دا چې د انټرنيټ سرعت چټکوي، بلکې د هیکرانو د حملو پر وړاندې جنګیږي او شڼدوي يې.

Firewall
هم د کمپيوټر امنيت تامينوي، نوموړي هغ معلومات چې د کمپيوټر او انټرنيټ تر منځ رد و بدل کیږي معاينه او کنټرولوي، د Firewall په نامه ډیرى سافټويرونه په بازار کې موندلاى شو د بیلګې په توګه Zone Alarm .

پورتني سافټوير ټولې مشکوکې کړنې څیړي او کنټرولوي، هیڅ يو فايل يا ورانکاره پروګرام نه شي کولاى د نوموړي له اجازې پرته اجرا شي، بايد وويل شي ويڼدوز۷ د امنيت له پلوه او د هیکرانو د حملو پر وړاندې ډېره باور وړ سرچينه ده.

#ددوستانو سره یی ضرور شیر کړئ او د نورو معلوماتو لپاره پیج لایک کړی.