ذهني نارامتیا د اوسني عصر د انسان یوه عامه ستونزه ده

د دې نارامۍ لپاره هره شېبه په سلګونه دلایل پیدا کیږي. یانې ډېر داسې لوی او واړه شیان شته، چې انسان ذهناً ناراموي او نه پریږدي، چې نورماله ژوند او حواس ولري.

خو د حل لاره څه ده؟

څنګه کیدای شي، چې خپله ذهني نارامتیا په لږ وخت کې له منځه یوسو؟

دلته به په دې اړه ځینې مهمې مشورې درسره شریکې شي:

۱-: شین چای وڅښئ، د اعصابو د ارامتیا لپاره ګټه لري.

۲:- یوه ټوټه خواږه وخورئ، دا هم د عصبي ارامتیا لپاره ګټوره ده.

۳ – ګرمې شیدې هم په دې برخه کې ګټه در رسوي، استعمال یې مه دریغوئ.

۴:ـ  که شات لرئ، د هغه خوراک هم مه هېروئ. لږ ترلږه یوه قاشوغه یې حتماً وخورئ، ذهن مو اراموي.

۵–  د تازه سبزیجاتو اوبه که څښلی شئ، هم غوره ده ویې څښئ. دا هم د ذهني ارامتیا لپاره ګټوره ده.

۶– د پودینې یا ویلیني خوړل هم د ذهني ارامتیا لپاره ګټه لري.

۷–  ذهني تمرکز کول هم ضرور دي. هغه څه نه چې نارامه یاست، هڅه وکړئ هېر او پر داسې څه تمرکز وکړئ، چې ذهن مو ورسره ارامیږي.

۸– د خوښې موسیقي مو واورئ، دا هم له ذهني ارامتیا سره زیاته مرسته کوي.

۹–  په ژوره توګه ساه واخلئ، وباسئ. دا هم د ذهني ارامتیا د ختمولو لپاره یو مهم کار دی.

۱۰:–  نظافت ته مو پاملرنه زیاته کړئ، ولامبئ، پاک لباسونه واغوندئ، له دې سره هم پرځان ستاسې مینه زیاتیږي.

۱۱–  یو ذهني مصروفیت هغه هم اسانه درته شروع کړئ. مثلاً: سلو نه حساب شروع کړئ، یا یې په معکوس ډول درسره شمارئ، ذهني ارامتیا درکوي.

۱۲:–  ټوکې ولولئ، یا واورئ، وخاندئ او په دې ډول مو ذهني ارامتیا زیاته کړئ.

۱۳:–  خپله یا بل چا باندې ځان ماساژ کړئ.

۱۴–  پر لاسونو مو سړې اوبه واچوئ، دا هم ګټه درته رسوي.

۱۵–  ځینې وخت یوازیتوب هم د ذهني ارامتیا لپاره ګټه کوي، البته که شورماشور مو د ذهني نارامۍ سبب وي.

۱۶:–کله لمر ته وګورئ، ورته کینئ، دا هم درته ګټه کوي.

۱۷:-ـ طبیعت ته لاړشئ، ښکلي ځایونه ننداره کړئ.

۱۸:-– د ګلاب ګل، لېمو، تازه مڼه او حتا ښایسته عطر بوی کړئ. دا هم له ذهني ارامتیا سره مرسته کولای شي.

کاپي…