راتلونکي شنبه په ټول هېواد کې رخصتي ده

‏چارواکي وايي، ټولو حکومتي ادارو ته خبر ور کول کېږي، چې د لوی اختر په مناسبت ور کړل شوې رخصتۍ اخرنۍ ورځ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې ۱۳مه د شنبې ورځ ده.
د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې ۱۴مه د یکشنبې ورځ به په ټولو حکومتي ادارو کې رسمیات پیلېږي.