راتلونکی!

ژباړه : حضرت محمد خرم

ابتدایه درسونه مې وویل د راتلونکي په پار !

بیا یې راته  ویل : متوسطه درسونه د ووایه د راتلونکي په پار !

بیا یې راته ویل: د مکتب درسونه خلاص کړه د راتلونکي په پار !

بیا یې راته ویل: پوهنتون ووایه د راتلونکي په پار !

بیا یې راته ویل: وظيفه پيدا کړه د راتلونکي په پار !

بیا یې راته ویل یې: واده وکړه د راتلونکي په پار !

بیا یې راته ویل: اولاد راوړه د راتلونکي په پار !

هو دغه دي اوس زما عمر 77 کاله دی او دا مقاله چې لیکم هم د راتلونکي په پار !

راتلونکی د هغه سره پوښ په څير دی چې د غوایه په سر پورې سریښ وي خو ور رسیدلی نشي _ ځکه راتلونکي ته چې ور ورسیږي نو حال ترې جوړيږي ، او د حال نه ماضي جوړیږي ، بیا له نوي مستقبل (راتلونکی) سره مخامخ یې …

ریښتونی مستقبل دا دی چې: “الله جل جلاله درنه راضي وي ، د اور څخه یې خلاص شې او جنت ته یې داخل شې”