راتلونکې دوشنبه د کندهار د ټاکنيزو شکایتونو پايلي اعلانيږي

د کندهار د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسيون مسوولین وایي، تر دې مهاله یې شاوخو ۹۰ سلنه چاري بشپړي کړي، چي پايلې به یې د راتلونکي دوشنبې په ورځ اعلان کړي.

یاد ولایت کي د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو دوه زره شکایتونه ثبت شوي دي، چې د کمېسیون مسوولین وایي، یوازې د څېړلو لس سلنه چارې یې پاتې دي او ۹۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

په وورته مهال د روزګان ولایت اړوند مسوولین بیا وایی، چې به دغه ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو څېړل پای ته رسېدلي او پایلې یې اعلان شوي دي.

روزګان کي ټول ۴۷ شکایتونه ثبت شوي وو.