د هندوستان په لوی ایالات راجستان کې سینماګانو د ډيپیکا پآډوکون، رنویر سنګ او شاهد کپور ګډ فلم (پاډوماوتي) د نه خپرولو ګواښ کړی دی.
د فلم زیاته برخه چې په همدې ایالات کې جوړه شوې هم ده، دغلته به يې خپریدل د ستونزو سره مخ وي.
راجستان کې سینمايي چارواکي وايي، چې په فلم کې تاریخ ناسم منعکس شوی او تر څو چې د فلم ډاریکټر بهاسولني دا مسله حل نه کړي، دوې به فلم خپور نه کړي.
په راجستان کې شاو خوا ۳۰۰ سینماګانې دي.
د سینما د مشرانو په وینا، چې د منتقدینو اساسي انتقاد په فلم کې د تاریخي پیښې ناسم انعکاس دی.
پاډوماوتي تاریخي ډارمه د ډهلي د یو پښتون واکمن علاوالدین خلجي (رنویر سنګ) د مینې کیسه ده، چې د راجستان په ملکې (ډيپیکا پاډوکون) مینیږي او د ترلاسه کولو لپاره د راجستان له واکمن او د ډيپیکا له خاوند (شاهد کپور) سره جګړه کوي.
په فلم یو انتقاد دادی، چې پکې د رنویر سنګ (خلجي) او ډیپیکا (ملکې) ترمینځ رومانس شوی، خو دفلم ډاریکټر وايي، چې داسې هیڅ نشته.
یاد فلم د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په اوله نیټه خپریږي.