راجکمار راو او بهومي پډنيکر په (بدهايي دو) فلم کې کار کوي

د بالي ووډ مشهور فلم (بدهايي هو) چې ستره جايزه (نېشنل اېوارډ) يې هم ګټلى و، نن (د اکتوبر ١٨مه) يې دوه کاله پوره شو او د فلم جوړونکو د دې فلم د سيکويل (بدهايي دو) د جوړولو اعلان وکړ.

(بدهايي دو) فلم چې پلان شوې وه په جون کې به يې ثبت پيل شي، خو د کورونا له امله د دې فلم کارونه وځنډېدل، اوس ويل کېږي چې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې به د فلم ثبت پيل شي.

په دې فلم کې مشهور اداکاران راجکمار راو او بهومي پډنيکر کار کوي او د فلم ډايريکټر بيا هرشوردن کلکرني دى.

د فلم ډايريکټر هرشوردن کلکرني وايي، زه ډېر خوشحاله يم چې د دې فلم برخه يم، فېملي کوميډي فلمونه ډېر ښه وي او دا فلم هم په ډېره ښه ايډيا جوړېږي، چې د پري پروډکشن کارونه يې بشپړ شوي او د جنورۍ په مياشت کې به موږ ثبت پيل کړو.

 

په (بدهايي هو) فلم کې ايوشمان کهرانه او سانيا ملهوتره مرکزي کردارونه لوبولي و، همدا راز نينا ګپتا او ګجراج راو هم په دې فلم کې مهم کردارونه ترسره کړي و، خو په دې نوي فلم کې به راجکمار راو او بهومي پډنيکر راڅرګند شي.

 

د فلم ډايريکټر د دواړو په اړه وايي: ((موږ د ګرځبندېز پر مهال د فلم لپاره ځينې ناستې وکړې او په دې ناستو کې مو دا وليدله چې د راج او بهومي جوړي د دې فلم لپاره ډېره جوړه ده، دواړه ډېر ښه او تکړه هنرمندان دي او دوى به په دې فلم کې خپل کمار ښکاره کړي. د دې فلم کيسه اکشت ګهيل ديال او سمن اديکاري ليکلې ده)).

 

په دې فلم کې راجکمار راو د يوه پوليس افسر رول لوبوي، د ډيلي دا پوليس افسر د ښځو په حوزه کې يوازينى نارينه پوليس افسر وي. د فلم ډايريکټر وايي، چې دا فلم زما لپاره هم ډېر ځانګړى دى او راجکمار به هم په دې فلم کې ډېر يو بدل او ځانګړى کردار ولوبوي.

 

ده (بدهايي هو) د دوه کاله پوره کېدو په نننۍ ورځ زه د دغه فلم مينه والو ته وايم، چې (بدهايي دو) به هم يو په زړه پورې فلم وي چې ستاسې به ډېر خوښ شي.

 

بهومي پډنيکر چې په دې فلم کې د يوې ښوونکې کردار لوبوي، د خپل کردار په اړه وايي: ((ما په ډېرو فلمونو کې ډېر ځانګړي کردارونه ترسره کړي دي، خو په بدهايي دو فلم کې زما کردار ډېر په زړه پورې دى. ما چې کله د دې فلم کيسه واورېدله، نو ډېره خوندوره راته وه. دا لومړى ځل دى چې زه له راجکمار راو سره کار کوم، زه د فلم ثبت ته ډېره په تمه يم. بدهايي هو فلم زما ډېر خوښ و او هيله ده چې دا نوى فلم به ستاسې هم ډېر خوښ شي.))

 

کاپي هنرستان…