راديکا اپټى: له ايوشمان سره کار کول ستره تجربه او زده کړه وه

د راديکا اپټى او ايوشمان کهرانه فلم (اندهادهن) چې دوه کاله مخکې په ٢٠١٨ کال کې ننداررې ته وړاندې شوى و، نه يوازې خلکو خوښ کړى و، بلکې د رسنيو سرټکى هم ګرځېدلى و.

د (اندها دهن) فلم نن دوه کاله پوره شو، دې فلم نه يوازې دا چې د خلکو پام ځان ته اړولى و، بلکې ستره جايزه (نېشنل اېوارډ) يې هم ترلاسه کړى و، د دې فلم د دوه کاله پوره کېدو په اړه د فلم مرکزي ښځينه اداکارې راديکا اپټى د فلم په اړه خپلې تجربې شريکې کړې دي.

راديکا اپټى د دې فلم د دوه کاله پوره کېدو په اړه وايي، دا فلم به تل زما زړه ته نږدې وي، دې فلم ماته دويم چانس راکړ چې زه له هغه خلکو سره کار وکړم، چې ما ترې ډېر څه زده کړي او زما هنر يې ځلولى دى.

نوموړې همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، د شري رام راګهوان ډايريکټر او د ايوشمان کهرانه په څېر اداکار سره کار کول نه يوازې دا چې زما لپاره يوه ښه تجربه وه، بلکې ډېر څه مې هم ترې زده کړل.

 

راديکا اپټى د فلم په اړه وويل: ((په دې فلم کې په کار کولو ډېره خوشحاله يم او دې فلم نېشنل جايزه هم ترلاسه کړه، همدا راز خلکو هم دا فلم ډېر خوښ کړ او د يو کلاسيک فلم په توګه ياد شو.))

د يادولو وړ ده چې ٣٥ کلنه اداکاره راديکا اپټى د بالي ووډ فلمونو يو باصلاحيته او زيارکښه اداکاره ده، چې په ډېرو فلمونو کې يې داسې کار ترسره کړى دى، چې خلکو يې کار ډېر خوښ کړى.

نوموړې په ٢٠٠٣ کال کې په هندي فلمونو کې کار پيل کړى، چې وروستى فلم يې په روان کال کې د (رات اکيلي هى) په نوم خپور شو، چې په دې فلم کې يې د مشهور اداکار نواز الدين صديقي سره کار کړى و.

کاپي هنرستان…