لیکنه: نثار احمد ژوند
د څڼور زلمي د مخ غنمرنګه څيره یو څه لمر نورهم تور بخونه کړې غوندې وه ، څیرې یې د ستومانه ژوند د هرې شیبې کیسه کوله ، داسې معلومیده لکه له جګړې چې نوی راستون شوی وي ، د ښار بې حدې ګڼې ګوڼې ته یې بیخي پام نه و ، بس په خپلو سوچونو کې لیګاوو ، پر مخامخ دیوال یې ځیړیدلو تابلو ګانو ته یې پام شو ، مات مات ور روان شو .
دا تابلو سپینه او توره ده ، خو د ړنګ دیوال سیوريو ته پکې پوره دقت شوی ، سیورو یو بل پسې ګامونه اخیستي او تسلل یې مراعت کړی . لږ هاخوا یو ټوپک وال معلومیږي ، پښې لوڅی ماشوم یې د تور کمیس له ښې لستوڼي کلک نیولی دی .
تر څنګ یې پر یوې بلې تابلو سترګې ولیږدې ، میناتور هم پکې بلا کمال کړی و ، سلګونه هیلې یې له یوې ناهیلۍ سره ګنډلې وې ، پر دیوال یوه ګیډۍ زوول ، دکورتو کنډوری او وچ ویلنی راځړیږي ، په کنډوري کې شارو ځاله کړې او بچیانو یې خپلې مور ته مښوکې خلاصې نیولې ، شارو له پاسه غلې غلې ورته راګوري ،خو د ورتلو تکل نه شي کولی .
دیوال ته یوې لس کلنې نجلۍ ډډه لګولې ، له ځنګانه ښکته خپلې نیمې غوڅې او پلاستیکي پښې ته په مسک انداز ګوري ، ته به وايي لکه چې هیڅ یې خپله پښه ، مور ، خور او کورنۍ له لاسه نه دې ورکړي. د نجلۍ په سترګو کې غرور او خندا بل ډول خوند کوي . د هغې په غرور کې قهر او په خندا کې خواشیني ، هغه څلور مهم ترکیبونه دي چې په تابلو کې په خورا مهارت سره یو ځآی شوي دي .
هغه ټوله تابلو یوځل بیا تر نظره تیره کړې ، بیایې د نجلۍ سترګو ته وکتل ، ښه ورته ځیر شو ، ورته اشنا غوندې ښکاره شوې ، خو ژر پرې بې باوره غوندې شو . بیا يې په سره غمی داره خولۍ کې خپل ګاړګوتي ویښتان ټول کړل ، د واکسټ جیت ته یې لاس کړ ، د یادښتونو کتابچه یې را وایستله ، په ژیړه پاڼه کې یې په سره قلم زړه وکاږه ، څنګ ته یې پرې مایل غشې را تیر کړ : کړس ، کړس په خندا شو او وویل .
اوس د مینې په راز پوه شوم ..