راس وېلسن افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر وټاکل شو

 ۶۵ کلن راس وېلسن په افغانستان کې د امریکا د سرپرست سفیر په توګه په دنده وګومارل شو، نوموړی وروسته له هغې د سرپرست سفیر په توګه وټاکل شو، چې د جنوري په ۶ مه نېټه د امریکا د پخواني سفیر جان بس ماموریت پای ته ورسېد. راس وېلسن له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو خدماتو افسر و او ۴۰ کاله یې د امریکا د بهرنیو خدماتو د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده. د امریکا متحده ایالاتو حکومت ویلي، چې راس ویلسن به تر هغې پورې کابل کې د امریکا موقت سفیر وي ترڅو چې نوی سفیر په دنده ګومارل کیږي.