راشدخان د بېګ باش کرکټ لیګ په لسمه لوبه کې وځلېد

د اسټرالیا بېګ باش کرکټ سیالۍ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي او د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ تر ۸ مې نېټې دوام کوي.

راشدخان ارمان دا درې یم کال دی، چې د اسټرالیا په ستر سوداګریزکرکټ لیګ یا بېګ باش کې لوبېږي.

ده په ۲۰۱۷ م کال آې پي ایل کې ۱۷ وېکټې اخېستې وې او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی و، په همدې کال دوی اتلولي هم ګټلې وه.

د ډېسمبر په ۲۳ مه نېټه راشدخان د پېرت سکارچرز لوبډلې خلاف غوره توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونوکې ۴۰ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې، یو لوبغاړی بولډ کړ او دوه نور یې په کېچ اوټ سره بهر کړل.

لوبه اډیلایډ سټرایکرزلوبډلې د لوبې باراني اصولو له مخې په ۱۵ منډو وګټله.