راشدخان د راون کال دکرکټ په شل اوریزه سیالیو کې ۲ نوي ریکارډونه جوړ کړل

پرون د اپرېل په ۲۲مه د هندوستان په پوني کې ریسینګ پوني سوپرجاینټ او د سنرایزرس  حیدراباد لوبډلو دروان ای پي ایل ۲۴مه سیالۍ ترسره کړه چې افغان ګوګلي ماسټر راشدخان پکې د ریکارډ جوړولو لړۍ جاري وساتله.  د لوبې پچه رایزینګ پوني سوپرجاینټ ګټلې وه او لومړۍ يې هم توپ اچونه غوره کړه.

د هدف د جوړېدو په موخه سنرایزرس حیداراباد لوبډلې میدان ته  د توپوهنې لپاره خپل دوه پیاوړي اپنران (دپېل لوبغاړي) راښکته کړل چې بهترینه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه، هنریکویس وو چې په ۲۸ توپونو یې چټکه توپوهنه وکړه او ۵۵ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، همداراز اسټرالوي ډيویډ وارنر په ۴۰ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې چې په ترسره شویو منډو کې یې  ۳ څلوریزې او ۱ شپږیزه هم شامله وه،   شکردېوان په ۲۹ توپونو ۳۰، ویلیمسن په ۱۴ توپونو ۲۱، او هوډا وو چې په ۱۰ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې، همدا شان په دې سیالۍ کې ۸ اضافي منډې هم د سنرایزرس حیداراباد لوبډلې لپاره ورکړل شوې وې.

سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په پوره شل اورنو کې د ۸.۸۰ رنځ رېټ په درلودلو او ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ټول ټال ۱۷۶ منډې جوړې کړې او د ۱۷۷ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.

د ریسینګ پوني توپوشتونکو له لورې یونادکت وو چې په ۴ اورونو کې یې ۴۱ منډې جوړې کړې او ۱ یو لوبغاړی یې له مخې پورته کړ، د همدې لوبډلې یو بل توپویشتونکی کریستین وو چې په ۴ اورونو کې یې ۲۱ منډې ورکړې او ۱ یو لوبغاړی ده هم وسوځاوه، او همداراز عمران طاهر وو چې په ۴ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په ورکړې سره ده هم ۱ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د هدف د ترلاسه کولو په موخه ریسینګ پوني سوپر چاینټ لوبډله میدان ته د توپوهنې لپاره د پېل خپل دوه پیاوړي لوبغاړي راښکته کړل، او د لوبې لپاره یې یو بهترینه پېل ورکړ.  پوني لوبډلې د ام ایس ډهوني د ۶۱، تریفاتي د۵۹، سمیټ د ۲۷،  منوج تیواري د ۱۷ او ریحاني د ۲ منډو په جوړلو او د ۳ اضافه منډو په ورکړې سره پورته هدف ترلاسه کړ، او د سنرایزرس حیدراباد لوبډله یې په سږني ای پی ایل کې د دریمې ماتې سره مخ کړه.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې له لورې بونیشول کمار وو چې په ۴ اورونو کې یې ۳۹ منډې ورکړې او ۱ یو لوبغاړی یې هم وسوځاوه، همداراز یونادکت وو چې په ۴ اورونو کې یې ۴۱ منډې ورکړې او ۱ یو لوبغاړی يې له مخې پورته کړ، بیپول شرما وو چې په ۴ اورونو کې یې ۳۰ منډې ورکړې او ده هم ۱ یو لوبغاړی وسوځاوه، او همداراز افغان ګوګلي ماسټر راشدخان وو چې نوموړي هم په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او ده هم د تېر په څېر د غټ ښکار شاه نیولې وه او تر هغه یې پرې نه ښود چې تر څو تسلیمي ورنه کړي. نوموړي د ای پي ایل د کرکټ په تاریخ کې یې دوه نوي ریکارډونه هم جوړ کړل. راشد که څه هم په دې سیالۍ کې ۱ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ، خو ښکار یې راشدخان ته نړیوال ریکارډ ور په برخه کړ.  راشد خان د سږ کال په ای پي ایل سیالیو کې له دې وړاندې ۳ لوبډلمشران په یواځې ځان له مخې پورته کړي وو، خو تېره ورځ یې هم څلورم لوبډلمشر اسټرالوي سمیت له مخې پورته کړ، او د هندوستان د ای پي ایل په سیالیو کې دې ډیرو کمو رنځونو په ورکولو سره د څلورو پیاوړو لوبډلمشرانو د ویکټ په اخیستلو دا نړیوال چیلنجي ریکارډ په خپل ثبت کړ.

همداشان نوموړي د روان کال په شل اوریزه سیالیو کې تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستي دی، راشد چې ځوان لوبغاړی دی، او په یو اور کې ۶ واړه توپونه ګوګلي ویشتلی شي، ټول ټال یې د روان کال په شل اوریزه سیالیو کې ۲۸ ویکټې اخیستي دی، چې تراوسه د نړۍ هیڅ یو توپ ویشتونکي په روان کال کې نه دي اخیستي.

ای پي ایل چې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ (تجارتي) سیالۍ بلل کیږي ۸ لوبډلې پکې برخه لري چې د جدول په اول مقام کې کې ممبۍ انډین لوبډله قرار لري.  یادې لوبډلې ترټولو ډېرې سیالۍ ګټلي او لومړی مقام یې خپل کړی دی. یادې لوبډلې ۷ سیالۍ ترسره کړي دي، چې له جملې څخه یې ۶ سیالۍ ګټلي او یوه سیالۍ یې بایللې ده. ممبۍ انډين لوبډلې تېره شپه د ډیلي لوبډلې څخه سیالۍ د ۱۴ منډو په توپیر وګټله. یاده لوبډله اوسمهال په ۱۲ پواينټونو د جدول په سر کې قرار لري.

هیره دې نه وي چې د هندوستان ددې کورنیو سیالیو اتلولي هم  تیر کال د سن رایز حیدرآباد لوبډلې په خپل نوم کړې وه.