چهارشنبه , 15 مې 2024

راشدخان د لسیزې غوره لوبغاړو په لوبډله کې شامل کړل شو

د اسټرالیا کرکټ بورډ د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د لوبغاړو کارکرده ګۍ پر بنسټ د لسیزې لوبډلې اعلان کړي، چې یوه یې د یو ورځنیو او بله یې د ټېسټ لوبو لپاره ده، د یو ورځنیو لوبو په نوملړ کې بیا افغان ګوګلي بالر راشدخان هم انتخاب شوی دی.
راشدخان چې ایله یې پنځه کاله کرکټ کړی دی، د نړۍ په کچه یو ځلېدونکی او ستوری لوبغاړی دی، دی هم د اسټرالیا په لسیزه لوبډله کې رااخېستل شوی دی.
د یو ورځنیو لوبو په نوملړ کې ایم ایس ډوني لوبډلمشر، روهېټ شرما، ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، هاشم امله، شکېب الحسن، جاس بټلر، مېچل سټارک، ټرېنټ بولټ، لسېت ملېنګا او راشدخان شامل دي.
د ټېسټ لوبو په لوبډله کې بیا ویرات کولي لوبډلمشر، الېسټېر کوک، ډېوېډ وارنر، کېن ویلیمسن، سټیف سمېت، ای بي ډیویلیرس، بېن سټوکس، ډېل سټین، نتن لیئن او جېمز انډرسن شامل دي.
دغو ټولو لوبغاړو په تېرو لسو کلونو کې غوره کرکټ کړی او له همدې کبله د غوره لوبغاړو په نوملړ کې شامل کړل شوي دي.