راشدخان وايي هندي کرکټ لوبغاړو کې ټېنډولکر؛ ډوني او ویرات کولي مې د خوښې لوبغاړي دي.

د افغانستان ګوګلي بالر راشد خان ویلي چې د هندوستان کرکټ لوبغاړو کې یې د خوښې لوبغاړي یې ټېنډولکر، ویرات کولي، ډوني او انېل کومبلی دي.

راشد خان په یوه انلاین یاپرلیکه مرکه کې ویلي چې په هندي کرکټ لوبغاړو کې یې د خوښې لوبغاړي د سل سلیزو پاچا سچېن رامِش ټېنډولکر، مهیندرا سېنګ ډوني، ویرات کولي او پخوانی کرکټ لوبغاړی انېل کومبلی دي.

سچېن ټېنډولکر هغه لوبغاړی دی، چې د ۱۹۸۹ م کال کې د ۱۵ کلنۍ په عمر د هندوستان ملي لوبډله کې شامل شو، ۲۴ کاله یې د هندوستان لپاره غوره کرکټ وکړ ، په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې یې تر ۲۰۱۵ کاله پورې سل سلیزې ووهلې او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

ایم ایس ډوني په ۲۰۰۴ م کال کې د هندوستان لوبډلې ته راغی لا هم له لوبو استعفا نه ورکړې او د هندوستان لپاره د درېیوو اتلولیو ویاړ لري.

ویرات کولي په اوسنیو کرکټ لوبغاړو کې یو سټایلش او وړ لوبغاړی بلل کېږي.

بل پلو انېل کومبلی د هندوستان پیاوړی سپېن بالر دی او ۲۰۰۴ م کال پورې د هند لوبډلې سره مل و.

اوس راشدخان ویلي چې دغه ۴ هندي لوبغاړي یې د غوره کرکټ له وجې د خوښې کرکټ لوبغاړي دي.