د هندوستان پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې د راشد او نبي اړوند سنرایزر حیدرآباد لوبډلې د مجیب الرحمن اړوند کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.
دې لوبه کې کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې پچه وګټله او سنراریزر حیدرآباد لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
حیدرآباد لوبډلې د راجپوټ د ښې توپ اچونې له امله پنجاب لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې منېش پنډی د ۵۴ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد، خو د پنجاب لپاره راجپوټ خپلو څلور اورونو کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره ۵ ویکټې واخیستې او افغان لوبغاړي مجیب الرحمن څلور اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره د شکیب الحسن ویکټ ترلاسه کړه.
کینګز ایلیون پنجاب لوبډله د راشد خان د ښې توپ اچونې له امله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ۱۹،۲ اورونو کې یې ټول لوبغاړي په ۱۱۹ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر وبایلله.
راشدخان څلور اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي وسوځول.
سندیپ شرما، شکیب الحسن او باسیل ټمپي هم دوه دوه ویکټې واخیستې، خو محمد نبي عیسی خېل دوه اورونو کې د ۲۴ منډو په ورکولو سره په ویکټ اخیستو بریالی نه شو.
د لوبې غوره لوبغاړی د پنجاب توپ اچونکی راجپوټ وټاکل شو.
د دې سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د ډیلي ډایر ډیویلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ لوبه پیلیږي.
نصرت الله عمرزی